د حضرت عمر(رضي الله عنه) شپږ نصیحتونه
لیکنه : نصیب الله (ځلاند)/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
(۱): څوک چي زیاته خندا کوي د هغه رعب(وحم / بیره) کمیږي.
(۲): څوک چي ډیري ټوکي کوي ، نود خلګوپه نظرکي سپک اوبی حیثیته شي.
(۳): څوک چي ډیري خبري کوي د هغه غلطي ډیریږي.
(۴): د چا چي ګمراهي ډیره شي ، نود هغه حیاء کمیږي.
(۵): د چا چي حیاء کمه شي ، نود هغه پرهیزګاري کمیږي.
(۶): د چا چي پرهیزګاري کمه شي ، نود هغه زړه مړ شي.
ماخذ : [حیاة الصحابة ج ۳ ص ۵۶۲ ]