تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د غرونو پر څوکو/ د منکراتو د زیاتېدو تاوان
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 10, 2024
  0

مولوي عبدالرحیم راشد/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د غرونو پر څوکو
 په نېکیو کي یو له بل څخه وړاندي والی کول

( پنځه ویشتمه برخه)

د منکراتو د زیاتېدو تاوان 


که چیري منکرات زیات سي، موږ به د څه شي انتظار وکړو!؟ د هغه څه انتظار به کوو، چي زموږ پر سر د ډبرو باران وسي، یا د مځکو او آسمانونو د پالونکي غوسې ته انتظار.


الله جل جلاله د سورت مائدې په ۷۸ او ۷۹ نمبر آیتونو کي فرمایي: (لُعِنَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن بَنِي إِسْرَائِيلَ عَلَى لِسَانِ دَاوُودَ وَعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ ذَلِكَ بِمَا عَصَوا وَّكَانُواْ يَعْتَدُونَ 78 كَانُواْ لاَ يَتَنَاهَوْنَ عَن مُّنكَرٍ فَعَلُوهُ لَبِئْسَ مَا كَانُواْ يَفْعَلُونَ).


ژباړه: له بني اسرائيلو څخه چي كومو خلكو د كفر لاره غوره کړه، پر هغوى د داؤد علیه السلاماو د مریم د زوی عيسى علیه السلام  په ژبه لعنت وويل سو، ځكه چي هغوى سركښه سوي او له حده په تېري كولو یې لاس پوري کړی وو.


هغوى د بدو چارو له سرته رسولو څخه يو د بل منع كول پرې ايښي وه، ناوړه کړنلاره وه چي هغوى غوره کړه او په صحیحینو (بخاري او مسلم) کي یو روایت را نقل سوی دی، چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم له بیبیانو څخه یوې یې وویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم ماته په داسي حال کي راغی، چي په بېره کي وو او وې ویل: افسوس پر عربو او هغه شر چي نژدې سوی دی، نن د یاجوج او ماجوج بند دومره خلاص سوی او خپلي مبارکي ګوتي یې حلقه کړې.


ما وویل: اې د خدای رسوله! په داسي حال کي چي زموږ په منځ کي صالحان او نېکان خلک شتون لري، بیا به هم هلاک سو!؟


هغه وفرمایل: هو! که چیري ناپاکي زیاته سوله، دا رښتینی حقیقت دی، چي دین د کمزورو ایمان لرونکو خلکو په لاسونو واک ته نه رسېږي او د بزدلانو په هڅو نه راپورته کېږي، بلکي د هغو نارینه او ښځو په لاسونو راپورته کېږي، چي شجاعت او مېړانه ولري.


دا مېړني به د الله جل جلاله دین د نړۍ هر کونج او کنار ته رسوي، هغه کسان چي خپل نفسي خواهشات یې په خپل واک کي کړي، تل خلک د بدیو څخه ژغوري او داسي روزل سوي دي، چي حق لاري ته بلنه یې خپل د ژوند اړینه وظیفه ګڼلې ده.


سفیان ثوري رحمه الله فرمایي: په خدای قسم چي کله هم منکر ووینم او له هغه منع نه سم کړای، نو دومره راباندي غم او خپګان زورور سي، چي له امله یې د ادرار وینه تویوم.


حضرت عمر فاروق رضی الله عنه وویل: که څوک امر بالمعروف او نهي المنکر پرېږدي، خدای به د هغه هیبت د خپلو بندګانو له زړونو څخه لیري کړي، تر هغه ځایه چي حتی خپلو اولادونو ته به امر او نهي وکړي، د هغوی له لوري به هغه تحقیر کړل سي، څومره چي یو بد عمل (منکر) څرګند وي، هغومره خطرناک هم وي، ځکه خلک د هغه په تر سره کولو کي هم له تلوار څخه کار اخلي.


که چیري یو کس په ښکاره توګه بد عمل ویني او د هغه څخه خلک نه منع کوي، نو هرومرو به د خدای جل جلاله له حساب سره مخ سي او زیات وخت خلک له خدای جل جلاله سره په ښکاره شرک او لویو ګناهونو اخته وي، حتی دغه عملونه په ځینو مسلمانو هیوادونو کي زیات مسلمانان ویني، خو په پټو سترګو او وژل سوي زړه ځني تېر سي.


قدرمنو لوستونکو! د غرونو پر څوکو پنځه ویشتو لړیو کي مو تاسو ته هغه زریني مرغلري او ژوند بدلوونکي کیسې درته ذکر کړلې، که څوک یې په سالم عقل، رڼو سترګو او ویښ زړه مطالعه کړي او د رب جل جلاله څخه یې د عملي کولو توفیق وغواړي، دا هیله سته تل به دا هڅه کوي چي د نورو مسلمانانو څخه د نېکیو په سرته رسولو کي سیالي وکړي او د دې لاري یو ګړندی شخص به ځني جوړېږي.

 

نور بیا...

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته