لیکنه: نعمت الله شاکر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د ټولني او فاميل د بدمرغيو اساسي عامل
د ټولني او فاميل د بدمرغيو اساسي عامل د ښځينه طبقو جهل او ناخبري ده.
که ټولنه له دنيوي پرمختګونو او اخرتي برياوو څخه برخمنه کوئ، نو د علم او پوهي عامولو ته اولويت ورکړئ.
علم او پوهه د ټولني د اصلاح او ارتقاء اساسي عامل دی او دغه عامل هغه وخت ښه نتيجه لري، چي د هر فاميل نارينه او ښځينه طبقې د علم او پوهي په ګيڼه سمبال سي.
اولس او واکمن شرعي او ملي مسئوليت لري، چي د نارينه وو په شمول ښځينه طبقې ته د شرعي او عرفي اصولو په مراعاتولو سره د علم او پوهي رسولو بشپړه زمينه سازي وکړي.
www.taleemulislam.net