تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په كوم شي باندي چي خبر نه يې تبصرې مه ورباندي كوه!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 21, 2021
  0

په كوم شي باندي چي خبر نه يې تبصرې مه ورباندي كوه!


لیکنه : مولوي نورالحق مظهري /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

وَلَا تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولَئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْئُولًا.[سورة الاسراء 36]


ژباړه: د هغه شي متابعت مکوه كوم چي ته ورباندي علم نلرې، يقينا چي غوږونه، سترګي او زړه د هريوه په هكله ددوی څخه پوښتنه كيږي.
يعني په هغه شي پسې مځه كوم چي ته ورباندي خبر نه يې، او هغه خبره مكوه كومه چي ته يې په ثبوت باندي يقين نه لرې.


عَنْ مُحَمَّدِ بْنِ عَجْلَانَ، أَنَّ لُقْمَانَ، قَالَ لِابْنِهِ: يَا بُنَيَّ، كُنْ سَرِيعًا تَفَهُّمًا، بَطِيئًا تَكَلُّمًا، وَمِنْ قَبْلِ أَنْ تَكَلَّمَ فَتُفْهَمَ. .[الجامع للحديث لإبن وهب339]


ژباړه: محمد بن عجلان وايي: لقمان حكيم خپل زوی ته وويل: ای زوی جانه! ډير تيزفهمه وسه او وروسته خبري كوونكی، او مخكي تردې چي خبري شروع كړې ځان پوه كړه.


يعني : په خبره باندي خپل سر ژر خلاصوه او وروسته خبري كوه يعني چي كله دي په خبره باندي سر خلاص كړ بيا نو په خبرو باندي شروع وكړه، مخكي تر سرخلاصيدلو خبري مكوه، او چي كله دي غوښتل په يوې موضوع كي خبري وكړې نومخكي خپل سر ورباندي خلاص كړه بيا وروسته ورباندي وږغيږه.


نو موږ باید دا د ځان لپاره عادت جوړ کړو چي پر هره خبره باندي تبصره ونه کړو او د هر چا په خبره د بل مسلمان په اړه منفي فکر ونه کړو تر څو خدای مه کړه په تبصرې او فکر کولو کي د خطاء مرتکب نسو او د الله تعالی تر سختي محاسبې لاندي را نسو.


ماخذ : اسلامي مقالي 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته