رالېږونکی: داد الله هدايت شکري
لومړی برخه
پر افغانيستان باندي د امريکا تر يرغل وروسته چي د دغه يرغل په سياسي او فکري، کلتور کي د کمو اصطلاحاتو زيات رواج موندلی يوه هم په هغوي کي (ډيموکراسي) ده ځکه چي دغرب ميډيا، په افغانيستان کي په فعاليت بوخت د غرب سياسي او اجتماعي ټول مؤسيسات د د دوی په مرسته پر مختلونکی حکومت، او ټول مؤسيسات او فکري شخصيتونه تر هغه څه زيات د ډيموکراسۍ د خپرولو او نافذولو لپاره کار کوي.
خو دا چي عام افغانان د ډيمکراسۍ په اصلي مفهوم او فلسفو باندي چا ښه نه دي پوه کړي، بلکه د غربي ډيموکراسۍ د اصلي مفاهيمو د مترقي پر ځای هغه د خلکو د تېراستلو لپاره په نورو کلماتو او اصطلاحاتو لکه آزادي، عدالت، مساولت، بشري حقوق، مدني ټولنه، قانونيت، ترقي، زغم او نورو نومونو تعبيريږي. نو ځکه خو يې يو برخه عام افغانان هم په اورېدو او منلو څه حرج نه احساسوي. بلکه د هغي د خپراوي او تطبيق لپاره کارکول هم ورته څه د عيب خبره نه ښکاري.
پرون هم کمونيستانو افغانانو ته کمونيزم د اجماى عدالت، انساني مساوات، ترقي او کارګري حرکت په نوم معارفي کړي ؤ. هغوی هم په کمونيزم کي الحاد او له دين څخه انکار د همدغو مفاهيمو او اصطلاحاتو تر شاه له عامو خلګو پټ ساتلي ؤ، که پرون د کمونيزم تر حاکيت د مخه علماؤ او د اسلامي فکر خاوندانو، خلګو ته د کمونيزم اصلي مفاهیم په پراخه پيمانه او په مؤثر ډول معرفي کړي وای نو په لس ګونو زرو ځوانان او عام افغانان به ئې تر بيرغ لاندي نه دريدل او نه به د خپلو پلرونو، وروڼو او مجاهدينو په خلاف د کمونيزم په ګټه جنګيدل.
دا چي نن امريکايان او ملګري ئې په ټوله اسلامي نړۍ په زور د ډيموکراسۍ ور تپل غواړي او پدې لار کي په زرګونو مليارډه ډالر مصرفوي، په زر ګونو مؤسسي، په لکونو پوځيان او د خپلو دوستانو په دې هدف ملاتړ کوي چي په اسلامي هيوادونو کي ډيموکراسي خپره کړي، د همدغي ډيموکراسۍ د حاکمولو لپاره ئې په عراق کي تر اوولکو زيات او په افغانستان کي تر يو لک زيات او په سوماليا کي ئې په لس ګونو زره خلګ ووژل او لا اوس هم ددي لپاره د خلکو وژنه روانه ده چي ډيموکراسي حاکمه سي، او د مخنيوي عناصر او عوامل ئې له مخي ليري شي.
د اسلام او مسلمانانو په خلاف د ډيموکراسۍ او ډيموکراتانو دغه لوى جنايات بايد موږ افغانان دى ته وهڅوي چي دغرب ډيموکراسي په ژوره توګه مطالعه کړو، په فلسفه ئې ځان پوه کړو او دا ځان ته معلومه کړو چي ډيموکراسي کفر دى که اسلام؟ ځکه امريکايان به له دى خاوري ځى، خو ډيموکراتان او ډيموکراتيک افکار به دلته خپل خلف په حيث پر ځاى پريږدي، او بيا به دغه محلى ډيموکراتان د اسلام د حاکميت د مخنيوى لپاره په بيلا بيلو ډولونو خپلو هڅو ته دوام ورکوى، او همدغه وجه ده چي امريکايان په خلکو کي د دغسى جهت په جوړولو بوخت دى چي منځلاري وي او له ډيموکراتانو سره يو ځاى په يوه مشترک نظام کي ګوزاره وګړي او هغوی ته د يو څه واک سپارلو د يوي معاملي په ترڅ کي د اسلامي نظام مخنیوی وکړي. پدې بحث کي موږ کوښښ کړی چي د ډيموکراسۍ په اړه خبره په لاندي دوو نقطو کي محدوده وڅېړو چه:
اول- ډيموکراسي څه شى ده؟
دوهم- ډيموکراسي ولي کفر ده؟
ان شاءالله نور بيا...