محمد امين سائح
سیاست ولي داسي بد نام دی چي ډیر ځله خپله سياسي خلګ وایي چي فلانکی سیاست کوي (مطلب یې د سیاست كولو دا وي چي د حقیقت خلاف کار کوي ) وجه یې داده چي سیاست نن ټول د غربي سياست انعكاس دی ، په غرب كي د سياست معیار او مقصود پیسه ده او يا اقتدار او شهرت دی ، قدرت او شهرت بیرته ځي وه پیسو ته یعني مقصود مادي فایدې دي ، نه اخلاقي قدرونه كوم چي د اسلامی سیاست خصوصیت دی.
نو چي مادي ګټي مقصود وي نو هلته خپل مقصد ته د رسیدو د پاره باید ټول هلي ځلي پر داغه یوه لور وکړي نو دلته دوی شعار ته ضرورت لري چي خلګ یې پر شاوخو راټول سي:
شعار د ژبي، شعار د خاوري، شعار د منطقې ، شعار د یو مخصوص قشر د حقوقو، غرض دا چي کوم شعار چي یې منتخب کړی وي په هغه کي ډیر کله داسي وي او حتی اکثر داسي وي چي د بل حقوق تر پښو لاندي کوي او کله داسي دریځ ونیسي چي هغه دریځ موقت ضرورت وي اما دده د پلان خلاف وي. دلته هغه مقابل سیاست وال په دفاع کي راسي او د هغه د رایو پر صندوق تاثیر واچوي نو وایې چي: (فلانکی سیاست کوي) مطلب یې دا وي چي پر هغه اختیار کړې لاره نه ځي چي خپله یې ټاکلی ده.
دا د اخلاقي نګاه څخه هم کمزوری کار دی چي د هدف د پاره هدف بدل کي، نو داغه وجه ده چي په سیاست اعتبار د مینځه تللی دی ، ولي چي اصلي هدف چي پیسه ده او نتيجوي هدف چي قدرت او شهرت دی وه هغو ته د رسيدو د پاره کوم معیار یا قانون نه لري که یې لري هغه هم تر پښو لاندي کوي او ډیر وخت د خپل هدف د پاره د نورو حدودو ته داخلیږي هغه که د چا هر ډول حدود وي ، دی د هغو پر سر قدم ږدي او مخ ته د تلو کوښښ کوي ، همدغه رویه د دوی د بدنامۍ سبب ده ځکه چي د دوی اخلاقي مسیر هدف نه دی نو ځکه نور ټول شيان تر پښو لاندي کوي.
عام خلګ چي یو څوک د هدفه څخه پر بله خوا وویني یا د حق پر خلاف ځي وایې فلانکي سیاست کوي، اما اسلامي سياست د تقوى څخه پيليږي او د الله عزوجل بيره يې پر صراط مستقيم ثابت قدمه ساتي او شريعت ورته د لاري رڼا او هدف وركوي او د قيامت د حساب ويره ورته په ښو اعمالو كي تنافس او د بدو اعمالو څخه پرهيز وركوي ، نو بيا په خوب كي هم د بدو څخه بيزاره وي او بيا داسي يو عملي، هوسا او د دين پر لار روان نظام په وجود كي راسي چي هر شخص د يو كامل اطمينان او راحت او امن احساس كوي او حيوانان لا پر گودرو هوسا وي، د ظلم بيره يې په سر كي نه وي، زمری او پسه پر يوه گودر اوبه چیښي ،او يو پر بل د ظلم بيره نه لري.
اړوند لیکني:
www.Taleemulislam-Radio.com