لیکنه: حبیب الله قلم مل/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
یو شعر څو خبري
(دیارلسمه برخه)
روزي محمد مزاج
روزي محمد مزاج د د ادب د اوربل خوشبویي او د فرهنګ د سپرلي هغه ګل دي چي د ادب پر لمن تازه غوړېدلی دئ، هیله ده چي خپلي ټولني ته د خدمت مصدر وګرځي، په بې ځایه تخریب او بې ځایه تشویق لاره ورکه نه کړي. د ادب لمن د هنر په ګوتو داسي ټینګه ګړي، چي هغه انرژي چي الله جل جلا له په خارق العاده توګه ورکړې ده. ددې اولس د خدمت په لاره کي مصرف کړي.
دده تر پېژندګلوی وروسته به دده غزل له تحلیل سره ولولو.
نوم: روزي محمد مزاج
د پلار نوم: محمد عالم
د نیکه نوم: عبدالمحمد
اصلي د اوسېدو ځاي: خاکرېز ولسوالي
اوسنی د اوسېدو ځاي: ۹ ناحیه
عمر: ۲۳کاله
زدکړي: څه ناڅه دیني زدکړی
مدني حالت: متاهل
اولادونه: یو زوي
چاپ او نا چاپ اثار: نسته
غزل
چاته مینه وژباړو؟ او چاته ژوند ثواب ګړو؟
څو تندیه ویني کړو دچا نصیب خراب کړو؟
مزاج صاحب د شعر په ژبه د افسوز خبره کوي او وايي چي لا به تر څو یو د بل په وړاندي ولاړ یو، د غضب توري مو سره کښلي وي او یو د بل مقابله کوو، موږ یې اوس چاته وښیو؟.
موږ د مزاج صاحب ددې خبري هر کلی کوو، چي راسه موږ ته د میني چل وښیه او موږ ته د ژوند د ثوابونو لاره وښیه، دا هم یو هنر دي چي څوک د چا اواز ته لبیک ووایی، دا مو هدف دئ، چي د ژوند د ثواب لار زده کړو، نو مزاج صاحب ته مه مایوسه کیږي اوس هم څه خلګ سته چي د میني د زده کړی لیواله دي او د ثواب حاصولو لپاره لاس په کار دي او د ظالم د توطیو په وړاندي ولاړ دي او غواړي چي د ظالم تندی مات او نصیب یې ور خراب کړی او مظلوم د مظلومیت له حالته را وباسي.
درویش دورانی وایی:
لاسته په دې ټولنه کي د ساه غوندي څه خلګ
موږ به نوي نسـل ته بدل اخیستل وښـایو
موږ به دسپرلي قاتِل ته ور لاس کي ګلاب کړو
د ژوند کولو او انتقام اخیستلو بې ساري لاره په پورته بیت کي ښوول سوې ده، که غواړي چي د مقابل ملا ور ماته کړې، نو دده د بدو په مقابل کي ښه ورسره وکړه د طبیعت څخه د مثال لپاره عجبه ښه فرموده را اخیستل سوې ده که څه هم دا یو طبیعي حالت دي خو د یو ښه مثال په توګه راوړل سوی دئ، خزان چي راغلی نو د پسرلی ټوله راوړي څه یې په وچ ډاګ بدل کړل خو کله چي بیرته پسرلی راغلی په کار خو دا وه چي بدل یې تر دغه بدتر وي خو هغه یې په مقابل کي ګلان په لاس کي ورته ورکړه او خوشبویاني یې پر تاوو را تاو کړې او خپل دوښمن یې په ورېښمینه رسۍ زندی کړی.
خپل سوي آهـونه سمـندر څپـوکي پټ کړو او...
خپل دبې کسۍ اوښکي به ګډي په دریاب کړو
شاعر همېشه و ټولني ته هیله بخښوونکي خبري کوي او ټولنه د ناامیدی له تورو تیارو د امید د سبا و روښنایی ته راباسي او د انسانیت د لوړ عظمت په لور یې بیایی لکه څنګه چي د دریاب لمنه لویه ده په خپل غېږي کي د هر رقم زغمونکی دی نو خلګو ته یو تمبه ورکوي.
موږ به دا ثابِت ګړو چي غني؛ پاک مسلمان وو
موږ به میکده ورانه کړو جوړ به پرې محراب کړو
شاید مزاج د غني خان د شعر زیات مینه وال وي، نو ځکه په خپل شعر کي د غني خان یاد تازه کوي غني خان لکه په شعر کي چي څونه یاغی دی دونه د الله جل جلاله په وړاندي تسلیم دی، غني یو ځاي وایی:
د سیند د سپینو شګو نه مي جوړ کړ یو محل
دې ټول خلقي شاهان ورته حیران حیران کتل
یا بل ځاي وایی:
په ټکي د رنګ کي دریاب رنګارنګ
یو څاڅکي د ساز کي هم سوز او هم شرنګ
غني خان بیا ځانته بل جهان دی او په هر بیت کي یې په بیخر معناوي دي. او په شعر کي یې د الله جل جلاله د وحدانیت ښکاره نخښي معلومیږي چي خبره راڅخه اوږده نه سي راځم بیرته خپلي موضوع ته.
شړکنده باران، دونفریز مېز او ترخه کهوه
ږغ دي دکرن؛ وي شاه سعود؛ به انتخاب کړو
په پورته بیت کي له څو شیانو شاعر متاثره سوی دی چي هغه شړکنده باران دی چي دا دالله جل جلاله د رحمت او د ابادی سمبول دئ همدارنګه دوه نفریزه میز چي دا د انډیوالی سمبول دی موږ ته دا را په ګوته کوي چي باید په ملګرتیا کي د ملګري شرایط وساتل سي، زموږ څخه چي هر وخت خرابه سوې وي هغه د ملګری شرایط راڅخه خراب سي؛ نو ځکه د ټولني د افرادو تر مینځ مشکلات را مینځته سوی وي همدارنګه د یو چا د ښه ږغ او د یو بل چا د ښې شاعرۍ څخه متاثره کیږي چي دا د اعلی ذوق څرګند ونه کوي.
موږ به هدیرې ته ښه یومست اتڼ ور واچوو
موږ به ژړا وناڅوو ډم به خپل عذاب کړو
شاعر د رمز په ژبه خبره کوي او وایی هغه خلګ لکه د هدیرې مړي د ټولني په وړاندي هیڅ د مسولیت احساس نه کوي موږ به یې د خپلو شعرو اوا شعارو په واسطه را پورته کړو او د ټولني د خدمت مصدربه یې وګرځوو، چي ریښتیا سي دا اصلي د شاعر او لیکوال وظیفه ده چي په خپلو شعرو او لیکنو باندي د ټولني افراد و هڅوي چي د مسولیت احساس وکړي او ټولنه را پورته کړي او د نړۍ سره اوږه پر اوږه کار وکړي او د تل لپاره د نورو د احتیاجه ځان خلاص کړي.
د شاعر د نورو بریاوو په هیله
www.taleemulislam.net