د مېلمه اکرام کول
تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د مېلمه عزت کول او مناسب خاطر ساتل هم د ایمان د څانګو څخه یوه مهمه څانګه ده چې په اسلام کي يې ډ ېر تاکید راغلي دی، د حضرت ابوهریره (رضي الله عنه)
څخه روایت دی چي حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) فرمایلي دي.
(ومن كان يؤمن بالله واليوم الآخر فليكرم ضيفه)
ترجمه : کوم څوک چي په الله او د آخرت په ورځي ایمان لري هغه دي د خپل مېلمه عزت وکړي.
(بخاری، مسلم)
هو په دغه ټولو خبرو کي خالص رسمونو يا د نامه او شهرت او تکلفاتو نه ډډه کول په کار ده د مېلمه د عزت کولو لومړی مطلب دادي چي وهغه ته د ارام رسولو فکر وسي له دې امله که وهغه ته د ډوډۍ تکلیف وي نو صرف د رسم او رواج په خاطر په ډوډۍ خوړلو باندي اصرار کول د اکرام خلاف خبره ده په داسي صورت کي دده عزت هغه دی چي دده د ارام او طبیعت په نظر کې ونیول سي.
بلی خوا ته د مېلمه لپاره هم ضروري ده چي هغه پرکور والا باندي غير ضروري بار وانه چوي او دومره وخت پاته نه سي چي ورباندي تکلیف سي د مسلم شریف په یو حدیث کې ددې ښکاره منع راغلي ده.
ماخذ : الأعمال الصالحه
www.taleemulislam.net