سوال : خپل سلامونه وتاسو محترمو ته وړاندي کوم اوده ښه صحت خاوندان اوسی که مهربانی وه کړی ده غسل په باره کی څه معلومات راکړئ نو ډېره مهربانی به مو وي ؟
د سوال کونکي نوم : احمدولی ولیزاده
جواب : په غسل کي يو ځلي د خولې ، پزي او ټول بدن پرېولل فرض دي د غسل مسنون طريقه پدې ډول ده :
اول استنجاء وهل کيږي ، د بدن يو ځاى که يې په مرداريو ککړ وو هغه به ومنځي ، د استنجاء وروسته به مکمل اودس تازه کړي يعني لاسونه به تر مړوندو درې ځلي پرېمنځي ، بيا به مسواک ووهي او خوله به درې ځلي پرېولي ، ورپسې به پزه بيا مخ بيا دواړه لاسونه تر څنګلو درې درې ځلي پرېمنځي ، بيا د سر ، غوږو ، غاړي مسح کيږي ، بيا دواړي پښې درې درې ځلي تر بجلکو پرېمنځل کيږي د لاسو او پښو په پرېوللو کي د ګوتو خلال هم کيږي د اوداسه وروسته درې ځلي پر سر اوبه اچول کيږي ، بيا پر راسته او چپه اوږه يعني پر پاته بدن درې ځلي اوبه اچول کيږي .
که چا غسل پداسي ځاى کي کاوه چي هلته اوبه ډم درېدلې هغه به په اوداسه کي پښې نه پرېولي بلکي څه مهال چي پر سر او ټول بدن اوبه تيري کړي د هغه ځاى څخه به ګوښه سي او دواړي پښې به پرېمنځي .
ماخذ: تعليم الاسلام مجله، ۸ ګڼه- د دارالافتاء څانګه