تازه سرليکونه
د (ستر شخصيتونه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اصحابو (رض) د ژوند پلوشې (۵ برخه)
 
  May 5, 2012
  0
۵.   بـــرخه
 
مؤلف:دوكتور عبدالرحمن رافت باشا
ژباړه: محمد ګلاب بشار                      
رالــیــږونکی: جواد                                                            
                                                                                      
 همدغه د اسلام د مدرسې لومړني رښتیني مسلمانان دي چې هغوی سربېره پر دې چې د ټولنې د فقیرانو، مسکینانو، یتیمانو، بېوزلو او محتاجینو سره به ېې تل مالي مرستې او ښیګڼې کولې او دغه راز مرستې او ښیګڼې کول به ېې خپل ایماني او اسلامي واجب او مسؤلیت ګاڼه، د کلمة الله د اعلاء، د اسلام د نصرت ، د قرآن او سنت د حکومت ، د حق او حقیقت د استقرار او د حقې لارې د مجاهدینو د سمبالښت د پاره به ېې مالي مرستې کولې او د غبطې په توګه به ېې د مالي جهاد په لاره کښ یو د بل څخه سبقت او مخکیتوب هلې ځلې کولې  او د الهي ډیر اجر او ثواب به ېې هیله  او غوښتنه کوله.

د مثال په توګه هغه وخت چې د اسلام ستر پیغمبر صل الله علیه وآله وسلم د تبوک غزا د مجاهدینو د پاره له مسلمانانو څخه د مالي مرستو غوښتنه وکړه نو همدغه مسلمانان دي چې د الله جل جلاله د رضا د حصول او د اسلام د غلبې او حاکمیت  په منظور په ډیر شوق او اخلاص مالي مرستې کوي. 
                         
حضرت عمر رضی الله تعالی عنه روایت کوي چې رسول الله صل الله علیه وآله وسلم مونږ ته د صدقې په باب امر وکړ نو په دغه وخت زما په زړه کښ  دا خبره تېره شوه  چې زه به نن ورځ که وکولای شم له حضرت ابوبکر رضی الله تعالی عنه څخه به سبقت وکړم او د ښیګڼې په میدان کښ  به ورڅخه مخکې شم نو ما خپل نیم مال راوړ ، رسول الله صل الله علیه وآله وسلم له ما څخه پوښتنه وکړه او وېې فرمایل:        
     
ما ابقیت لاهلک؟   (یعنې تا د خپل اهل د پاره څه پریښودل)؟ 
 
ما وویل همدغه اندازه.

بیا ابو بکر رضی الله عنه څه چې درلود هغه ېې راوړل. نو الهي پیغمبر صل الله علیه وآله وسلم ورته وفرمایل:  
یا ابا بکر ما ابقیت لاهلک؟ (یعنې اې ابو بکره! تا د خپل اهل د پاره څه پریښودل؟)    
هغه ورته وویل:            
                                                                        
ابقیت لهم الله و رسوله.                                                                             
یعنې د هغو د پاره مې الله او د هغه رسول پریښودل.      
                                
بیا ما وویل:                                                                                         
لا اسبقه الی شئ ابداً                                                                              
زه به بیا هیڅکله د هغه سره په یوه شي کښي مسابقه ونکړمه. (رواه الترمذي و ابو داؤد عن عمر رضی الله عنه – مشکوة  المصابیح ۵۵۵-۵۵۶)                        
 
  همدغه د اسلام د مدرسې لومړني رښتیني مسلمانان دي چې هغو د الله تعالی او د هغه د رسول صل الله علیه وآله وسلم سره ډیره قوي دوستي لرله او د هغو دغه دوستي د خپلوانو پر دوستۍ زیاته او مقدمه وه او د ډېر اهمیت او اعتبار وړ وه.

هغو تل د الله تعالی او د هغه د رسول صل الله علیه وآله وسلم د خوښۍ او رضا او د حق د حاکمیت په منظور د خپلوۍ د نسبي سلسلې اعتبار او ارزښت تر پښو لاندې کول او مسلمان د کافر پلار، د کافر ورور، دکافرې زوی، د کافر ماما او د کافرو خپلوانو لحاظ ته نه کتل او د هغوی د خپلوۍ نسبي اړیکې د خپلو کافرو خپلوانو د وژلو مخه نه نیوله بلکې هغوی د پردي دښمن په نسبت لومړی د خپل نسبي کافر وژلو ته اقدام کاوه او د هغه د شر، فساد او ظلم موجودیت او ژوند ته ېې خاتمه ورکوله  او دغه راز نژدې کافرو او ظالمو خپلوان وژل ېې د الله تعالې د رضا د حصول، د حقې کلمې د اعلاء، د اسلام د حق دین د نصرت او د قرآن او نبوي سنت د حاکمیت وسیله ګرځوله. 
                                                                                        
د دې واقعیت مثال چې د مخکینیو مسلمانانو ایماني او دیني علاقه پر نسبي علاقې قوي او غالبه وه د حق او باطل د عناصرو تر منځه د بدر لومړنۍ تاریخي غزا ده چې په دغه غزا کښ مسلمانانو د الله تعالی د رضا او ثواب د حصول او د اسلام د غلبې او حاکمیت په منظور د اسلام د دښمنانو له منځه وړلو او د هغوی د شر، فساد، ظلم او ناروا د محوه کولو په غرض مخلصانه قیام او اقدام کړی دی او هر مسلمان لومړی د خپلو نژدې کافرو خپلوانو چې د اسلام او مسلمانانو په مقابل کښي ېې د دښمنۍ دریځ غوره کړی وو د وژلو هڅه کړې ده .                 
                                         
یعنې مسلمان زوی خپل کافر پلار وژني:       
د دې واقعیت مثال ابو عبیده عامر بن الجراح رضی الله عنه دی چې د بدر په غزا کښ ېې خپل کافر پلار وژلی دی. (غزوة بدر الکبری-۱۷۵مخ)
 
د دې واقعیت بل مثال ابو حذیفه دی چې د بدر په غزا کښ ېې د خپل پلار (عتبه بن ربیعه) سره د مقابلې غوښتنه کړې ده.(غزوة بدر الکبری -۱۷۴-مخ)
 
د دې واقعیت بل مثال عبدالله دی چې کوم وخت الهي پیغمبر صل الله علیه وآله وسلم د هغه د منافق پلار (عبدالله بن ابی بن سلول) څخه ډېر په تنک شو نو دغه مسلمان غیرتي زوی له الهي پیغمبرصل الله علیه وآله وسلم څخه د خپل منافق پلار د وژلو غوښتنه کړې ده او بل مسلمان ته د هغه په وژلو قایل شوی نه دی څو سبا ورځ د پیغور له مخې د کافر پلار په مقابل کښ مسلمان ونه وژل شي او د مسلمان په وژلو سره د بد او تریخ عاقبت سره مخامخ نه شي. (صفوه التفاسیر ۳۸۷-مخ)         
        
بل مسلمان خوریی خپل کافر ماما وژني:                                                        
د دې واقعیت مثال عمر بن الخطاب رضی الله تعالی عنه دی چې د بدر په غزا کښ ېې خپل کافر ماما (العاص بن هشام بن المغیره) وژلی دی. (غزوة بد الکبری۱۷۵مخ)

بل مسلمان ورور د خپل کافر ورور په باب د کلک نیولو دستور ورکړی دی:         
د دې واقعیت مثال مصعب بن عمیر دی چې د بدر له بندیانو څخه د خپل کافر ورور (عزیز بن عمیر) په باب یو انصاري ته د کلک نیولو خبره کړې ده. (غزوة بدر الکبری۱۷۶مخ)                    
                                                                 
دغو مسلمانانو او داسې نورو د خپلو نژدیو کافرو خپلوانو په وژلو او سزا ورکولو سره د الله جل جلاله د رضا او ثواب او د اسلام د غلبې او حاکمیت غوښتنه کړې ده او پر نسبي اړیکو ېې د دین اړیکې غورې او غالبې ګرځولي دي او ورته ېې ترجیح او اعتبار ورکړی ده.          
 
                              
ان شاءالله نور بیا...                          

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته