تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
وظيفوي غفلت ستر جرم او عظيم خيانت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 19, 2023
  0

لیکنه: نوري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه  


وظيفوي غفلت ستر جرم او عظيم خيانت

 

دندې ته ناوخته تګ، د رسمي وخت له پوره کيدو وړاندي تګ، په دفتر کي په شخصي چارو ځان مصروفول، غير حاضري، لنډه دا چي د ورسپارل شوي امانت په ادا کولو کي هر ډول ناغيړي کول  وظيفوي غفلت ګڼل کيږي.


وظيفوي غفلت د اسلام له نظره کبيره ګناه او ستر جرم دی، ځکه دا په هغه تطفيف (حق تلفي) کي داخل دی چي له امله يې د شعيب عليه السلام قوم هلاک شو.


غلا يوازې دا نه ده چي يو څوک د ولس نغدې شتمنۍ په بډه ووهي د غلا بدترين ډول وظيفوي غفلت دی، که فکر وکړو چي خوږ نبي صلی الله عليه وسلم په سمه توګه لمونځ نه ادا کوونکی بدترين غل ګڼلی، دا خبره به بيخي واضحه شي.


په معاصرو قوانينو کي هم وظيفوي غفلت ستر جرم او د روڼتيا او د اداري کاري اخلاقو خلاف عمل ګڼل کيږي او په ډيرو هيوادونو کي غرامت او جزا ورته ټاکل شوې.


بناء په لنډه ويلای شو چي وظيفوي غفلت کبيره ګناه، ستر جرم، عظيم خيانت، له ولس سره ظلم، اداري فساد او د شهيدانو له ارمانونو سره ستره جفاء ده، دا خيانت به لا پسې زيات وي چي د افغان ولس په څير د يوه کړيدلي، ځوريدلي، بې چاره او مظلوم ولس په حق کي ترسره کيږي.


شايد ځينې خلک په خپلو اداراتو کي د کار د کموالي يا نه شتون بهانه وکړي خو حقيقت دا دی چي زموږ تاسې وطن جګړو ځپلی او بلها ستونزي لري او يو څوک که په صداقت سره کار وکړي په خپله اړونده اداره کي به زيات کار ځانته پيدا کړي.


شخصا په دې عقيده يم چي دغه غفلت که د ديني امورو (تدريس او داسې نورو) په پلمه هم ترسره کيږي حرام او کبيره ګناه ده.


که ځينې خلک د علم او جهاد په وجه هر څومره ستر امتياز اخلي وادې خلي هيڅ پرواه نلري، خو داسي مسئوليت بايد هيڅکله په غاړه وانخلي چي سبا يې له عهدې نشي وتلای او د ولس حقوق ورڅخه ضائع کيږي.


په پای کي د امير المؤمنين عمر بن الخطاب رضي الله عنه هغه قاطع مکتوب ستاسې مخي ته ږدم چي د وظيفوي غفلت کوونکو په اړه واليانو ته صادر کړی و. 


 وقال عمرو بن قرة جاءنا کتاب عمر: إن ناسا يأخذون من هذا المال ليجاهدوا ثم لا يجاهدون فمن فعله فنحن أحق بماله حتى نأخذ منه ما أخذ) صحيح البخاري مع فتح الباري.


ژباړه: عمرو بن قرة وايي: موږ ته د عمر رضي الله عنه مکتوب راغی چي پکي ليکلي وه: ځيني خلک له دغه مال (بيت المال) څخه په دې پلمه برخه اخلي چي د الله تعالی په لاره کي جهاد پرې کوي، خو بيا جهاد کي برخه نه اخلي، چا چي دا ډول کار وکړ، نو موږ يې د مال زيات حقداران يو ترڅو هغه څه بيرته ترې واخلو چي اخيستی يې دئ.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته