تازه سرليکونه
د (ستر شخصيتونه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اصحابو (رض) د ژوند پلوشې (۴ برخه)
 
  April 9, 2012
  0
مؤلف:دوكتور عبدالرحمن رافت باشا

ژباړه:محمد ګلاب بشار                      

رالېږونکی: جواد- سعودي عربستان                                                            

۴.   بـــرخه       
                 
همدغه د اسلام د مدرسې لومړني رښتیني مسلمانان دي چې هغو د قرآن او پیغمبر صل الله علیه وآله وسلم په غږ او بلنې سره پخپلو منځو کښ د اسلامي ورورولۍ اړیکې ټینګې کړې او د محبت، شفقت او عاطفې او احساس له حیثه لکه د یوه بدن نه بیلیدونکي غړي او د یوې (ماڼۍ )   نه بیلیدونکی عناصر وګرځیدل ،هغو د ټولنې د بیوزلو او محتاجو د ضروریاتو د سر ته رسولو او د ټولنې د نیکمرغۍ او هوساینې او د الهي رضا او ثواب په منظور د خیر او ښیګڼې مسابقې کولې، یو د بل مصلحت به ېې د خپل ځان پر مصلحت باندې مخکې کړ او له هغو عواملو څخه به ېې چې د اسلامي ورورولۍ  د روحیې او د اجتماعي ښیګڼو په خلاف وو په کلکه ډډه کوله، او په حقه لاره کښ ېې د دښمنانو په مقابل کښ ټول یو موټی او یو صف وو او د هغو د اسلامي ورورولۍ روحیه پر نسبي او قومي ورورولۍ غالبه او حاکمه وه.

همدغه واقعیت دی چې د اسلام په مدرسه کښ یا په بل عبارت د اسلامي ورورولۍ د اتحاد په بټۍ کښ د مختلفو قومونو ، نژادونو او رنګونو انسانان لکه سلمان فارسي ، صهیب بن سنان رومي، بلال بن رباح حبشي رضی الله عنهم بلکې عربي او عجمي ټول سره اسلامي خواږه وروڼه او د اسلامي ټولنې بنیادي متحد عناصر ګرځیدلي او یو د بل خیر او ښیګڼې په لاره کښ ېې له ایثار او سبقت څخه کار اخستی او د هغو اصلي هدف او منظور  د الله تعالی رضا او ثواب  او د صله رحمۍ او ښیګڼې د ښې روحیې په ښودلو سره د انسانیت د ښه مقام او مفهوم لرل وو.     
     
دلته د مثال په توګه د اسعد بن الربیع الانصاري دی چې د مسلمان مهاجر عبدالرحمن بن عوف سره د ده وروري کیږي او بیا دغه انصاري ورور خپل مهاجر ورور ته د مالي مرستې او واده وړاندیز او یادونه کوي او واېي:

اني اکثر الانصار مالاً فاقسم مالي نصفین ولي امراتان فانظر اعجبهما الیک فسمها لی اطلقها فادا انقضت عدتها فتزوجها.
     
زه د انصارو په نسبت د ډیر مال لرونکی یم ، او زما دوې ښځې دي وګوره هره یوه چې ستا خوښه شي هغه به طلاقه کړم او چې عدت ېې تیر شي نو هغه به ته په نکاح کړې. 

داوو د انصاري ورور سعد بن الربیع رضی الله عنه د ورورولۍ  د ایثار ستره روحیه او پیرزوینه چې د خپل مهاجر ورور عبد الرحمن بن عوف رضی الله عنه سره ېې وښودله ، ولې مهاجر ورور هم د ورورولۍ د ښې روحیې او پیرزوینې له مخې د غیرت او شهامت جواب ورکوي: 

بارک الله لک فی اهلک و مالک این سوقکم؟ 

الله جل جلاله دې ستا په اهل او مال کښ برکت وکړي، راته وښیه چې  ستاسې بازار چیرته دی؟                                                                             

همدغه وو چې سعد بن الربیع ورته د قینقاع بازار وښود او هغه خپل ژوند په حلال کسب او کار پیل او بنا کړ او له دغې لارې ېې حلالې پیسې وګټلې او بیا ېې واده وکړ.
همدغه د مدینې منورې د انصارو او د مکې معظمې د مهاجرینو ترمنځه اسلامي ښه ورورولي ده چې الله تعالې په عظیم الشان قرآن کښ ورڅخه یادونه کړې ده.

(وَالذينَ تَبَوَّءُو ا الدَّارَ وَالإيمَانَ مِنْ قَبْلِهِمْ يُحِبُّوْنَ مَنْ هَاجَرَ إِلَيْهِمْ وَ لا َ يَجِدُونَ فِي صُدُورِهِمْ حَاجَة ً مِمَّآ أُوتُوا وَ يُؤْثِرُونَ عَلَى أَنْفُسِهِمْ وَ لــَو كَانَ بِهِمْ خَصَاصَة ٌ وَ مَنْ يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُولئكَ هُمُ الـْـمُــفْلِحُونَ.) (الحشر-9)

او (د في مال )(۱) هغو (انصارو دپاره دی) چې دوی ځاې نیولی دی په دی کور (مدینه) کښ، او خالص ېې ګرځولي خپل ایمان پخوا له دغو (مهاجرینو) څخه ، پخپلو سینو کښ څه تنګي (حسد ) له هغه شي څخه چې هغوی (مهاجرینو) ته ورکړ شوي دي ،او دوی مخکې کوي (دغه مهاجرین) پر خپلو ځانونو باندې اګر که پر دوې (انصارو) باندې (د فقر او حاجت) تنګسه وي او هر هغه څوک چې وساتلی شي له بخل د نفس  څخه نو همدغه کسان همدوی مراد موندونکي دي. 

(۱)فی مال :هغه مال چې بې له جنګه له اهل الحرب څخه د مسلمانانو په لاس راشي البته دغه راز مال د غنیمت د مال په شان نه ویشل کیږي بلکه د تصرف واک ېې د اسلامي دولت مشر ته وي.
      
دا ؤ د مکې معظمې د مهاجرینو په باب د مدینې منورې د انصارو د ایثار او پیرزوینې فضیلت او ښیګڼه چې په دغه پورتني قرآني آیت کښ ورڅخه یادونه شوې ده نو ښايي د هر وخت مسلمانان پخپلو منځو کښ یو تر بله د اسلامي ښې ورورولۍ د قوي حس لرونکي وي او تل د دغه اسلامي ورورولۍ د حقوقو او شرایطو په مراعات کولو سره خپل اتحاد او موجودیت قوي وساتي او د اجتماعي ښه ژوند خاوندان واوسي.
                         
           
ان شاءالله نور بیا...
                                                                                      
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته