د عدل ارزښت او د ظلم بدي
لیکنه: مولوي نورالحق مظهري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
عن أبي هريرة -رضي الله عنه- قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : يا أبا هريرة: عدل ساعة خير من عبادة ستين سنة قيام ليلها وصيام نهارها. ويا أبا هريرة: جور ساعة في حكم أشد وأعظم عند الله -عز وجل- من معاصي ستين سنة.[الترغيب والترهيب ۲۱۷۸]
ژباړه: د ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: اې ابوهريره يو ساعت عدل کول غوره دئ د شپېتو کلونو تر داسي عبادت چي شپه يې روڼه وي او د ورځي يې روژه وي او اې ابوهريره يو ساعت ظلم کول د الله تعالی په نزد سخت او غټ دئ د شپېتو کلونو تر ګناهونو.
يادونه: په هر وخت کي بايد هر لوی او کوچنی حاکم او مسئول دغه حديث په نظر کي ونيسي او د عدل پياده کول او د ظلم څخه ځان ساتل خپل طبيعت جوړ کړي
www.taleemulislam.net