تر ټولو ښه کارونه
لیکنه: قاري خبیب پشت رودي/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
۱ تر ټولو ښه ذکر هغه دئ، چي پټ وي.
۲ تر ټولو ښه رزق هغه دئ، چي فقط کفایت کوي.
۳ تر ټولو ښه عبادت هغه دئ، چي پټ وي.
۴ تر ټولو ښه مجلس هغه دئ، چي پراخ وي.
۵ په دین کي تر ټولو ښه کار ستا هغه دئ، چي اسانه وي.
۶ تر ټولو ښه واده هغه دئ، چي ډیر ساده او ډېر اسانه وي.
۷ تر ټولو ښه صدقه هغه ده، چي په حالت کي داسانۍ وي.
۸ تر ټولو ښه علم هغه دئ، چي ګټور وي.
۹ تر ټولو ښه هدایت هغه دئ، چي د علم جامه واغوندي.
۱۰ تر ټولو ښه الهام چي و زړه ته کیږي یقین دئ.
ماخذ: سپڅلي خبري
www.taleemulislam.net