په بايع او مشتري کي چي هر يو اول په سودا شروع کوي د هغه قول او وينا ته ايجاب وايي او د هغه بل وينا ته چي سودا ورسره صحيح کوي قبول وايي .
د ايجاب او قبول صيغه : ايجاب او قبول شرعا د ماضي په صيغو سره کيږي ، البته ماضي په ايجاب او قبول کي د انشاء په معنا کارول کيږي.
مثلاً : بايع ووايي: دا شى ما پر تا باندي په يولک افغانيو خرڅ کړى دى .
مشتري ورته ووايي : دا شى ما په يو لک افغانيو در څخه رانيولى دى .
ايجاب او قبول د حال په ځانګړو صيغو هم صحيح کيږي ، همدا ډول د مُضَارِع صيغه که د حال په نيت استعمال سي يا بله نښه ورسره وي چي هغه د مُضَارِع د حال پر معنا دلالت کوي په هغه هم ايجاب او قبول صحيح کيږي .
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات