که څوک يو شى په فلسو يعني مروجه پيسو رانيسي ، خو د پيسو تر ورکولو د مخه سکه کوټه او ناچله سي د امام ابوحنيفه رحمة الله علیه په آند سودا باطليږي .
امام ابويوسف رحمة الله علیه وايي : سودا يې صحيح ده خو د دغي کوټه سکې قيمت يعني اسعاري ارزښت چي د سودا په ورځ هر څونه وو هغوني مجراء به يې ورکوي .
امام محمد رحمة الله علیه وايي : سودا يې صحيح ده خو د دغي سکې تر کوټه کېدلو د مخه چي يې هر څونه اسعاري ارزښت وو د هغه له مخي به يې مجراء ورکوي .
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي