تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نوي ژوند په تلاښ كي ورك سوي خلك
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 3, 2023
  0

لیکنه: عبدالقیوم مینه وال/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د نوي ژوند په تلاښ كي ورك سوي خلك 


يوه سړي و غوښتل چي يوه نوې لاره پيداکړي او له يوه نوي بهير سره ملګرى سي. له کوره را ووت. د کلي خړي کوڅې يې پرېښودې. په يوه ناليدل لاره روان سو. په لاره څو کسان ور سره ملګري سول. څو تصويرونه يې په وليدل او څو نغمې يې په واورېدلې. د سړي زړه يې ځيني واخيست، فکر يې ځيني پټ کړ او د مجللو ښارونو جمال له ده څخه د خپل کلي خړي کوڅې او خړ کورونه هېر کړل. 


ملګرو يې ووته وويل: که غواړې چي د ژوند ټول رنګونه ووينې او د ژوند ټول جمال دي په غېږ کي لاهو سي او ته په هغه کي ورک سې همدغه لاره واخله تر هغه ستر سيند واوړه، دا هرڅه هلته دي، د ژوند ټولي تلوسې به دي مړي سي. هلته ټول زاړه ارمانونه څوانيږي، هلته د ژوند هرمازديګر په سحر بدليږي، هلته شپې هم د ورځي په څېر وي، هلت لمر نه لويږي، د هغه ځاى خلک لوېدلي لمرونه را پورته کوي او خپلي تيارې شپې په رڼا کوي. جام او ساقي هر ځاى حاضر وي. هلته څوک د چا په ياد کي نه ځوريږي. د معشوقو خندا هر ځاى وي. سړى له ملګرو بېل سو، په منډه د سيند غاړي ته ورسېد. که ګوري د سيند په غاړه بېله رېګونو نور هيڅ نسته يوازي څو څپې دي چي د ده تر پښو ځان را رسوي او بيرته د سيند په ناپايه غيږ کي ځانونه فنا کوي. ... په پله روان سو چي د سيند پر سينه لکه ښارمار غځېدلى و. سړي له ليري د ښار د ښيښو په رڼاګانو کي لاهو سو.

په تېزى د ښار په لور روان دى. د ښار رڼا ګاني ورو ورو  ډېريږي. ښارته لا  ډېره لار پاته وه چي پل تمام سو. پښو ته يې وکتل. د پله په وروستۍ تخته ولاړ دى. يوه لور ته يې وکتل پراخه سيند دى. خوني څپې وهي څوک نسته چي ده ته لاس ور کړي. د مازديګر وخت وى د لمر ټيکۍ هم ورو ور د غرونو شاته فنا کيږي. له ځان سره يې وويل: دا تېر ايستونکي ارواګاني څوک وې چي زما لار يې غلطه کړه. بل څوک نه دي، دا شيطاني ارواوي دي چي، لاروي له لاري اړوي او ويښ خلک په خوب ويده وي. د نوي ښار تلوسې يې زړه غورځاوه خو ناهيليو په څپېړه وواهه تر شا را وګرځېد. وې ليدل چي کوم پل چي ده تر شا پرېيښى و ټول وران سوى و. هغه وخت چي ده د نوي ښار په لور روان و د هر قدم له اخيستلو سره به د پله يوه تخته اوبوته لوېدله. دا وخت يوازي د ټول پله هم هغه يوه تخته پاته وه چي ده پښه پر اېښې وه او پر ولاړ و. د ورځي هم وروستۍ شېبې وې. د مازديګر لمر ورو ورو د غره په لور ټيټې دى. د ماښام تيارې خورېدلې، شپه راغله، دى، د سيند خوني څپې او لوى نهنګان سره پاته سول.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته