آزاد مسلمان دوې ، درې آن تر څلورو ښځو په یوه وخت کي په نکاح کولای سي ، خو تر څلورو ښځو څخه زياتي په يوه وخت کي نسي په نکاح کولاى .
د څلورو ښځو څخه که یوه ښځه طلاقه کړي تر هغه مهاله چي مُطَلَّقَه یې د طلاق په عده کي وي بیا هم بله ښځه نسي په نکاح کولای .
خو کله چي د دې ښځي د طلاق عده تېره سي بیا کولای سي چي بله ښځه په نکاح کړي .
ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح