لیکنه: مولوي عبدالله طیب/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
اسلامي او ټولنیز آداب
(دوهمه برخه)
د خبرو آداب
نهم ادب : د چا خبري نه قطعه (پرې) کول
کله چي څوک خبري کوي؛ نو د هغه خبري قطعه نکړو، بلکي ودرېږو چي هغه خبري خلاصي کړي بیا موږ خبري شروع کړو، د بخاري شریفي حدیث دی، چي حضرت ابي هریرة رضی الله عنه وایې: رسول الله صلی الله علیه وسلم په یو مجلس کي وو، قوم ته یې حدیث بیانوی، چي یو صحرایي راغی، وې ویل قیامت کله دی؟ رسول الله صلي الله عليه وسلم خپلي خبري کولي او حدیث یې بیانوی، نو بعضو د ناستو خلکو څخه وویل چي رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه خبره چي صحرایې وکړه واورېدل او بده یې وګڼل، بعضو وویل بلکي نه یې ده اوریدلي، تردې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلي خبري خلاصي کړې، بیایې وویل چیري دی هغه سوال کونکی د قیامت په باره کي؟ هغه اعرابي وویل زه یم یارسول الله، رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل کله چي امانت ضایع سو؛ نو د قیامت انتظار کوه، هغه وویل: څنګه دي د امانت ضایع کول؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: کله چي کار غیر اهل کار ته وسپارل سو، نو انتظار د قیامت کوه.
په پورته حدیث کي رسول الله صلی الله علیه وسلم امت ته دا تعلیم ورکوي، چي کله چا خبري کولې؛ نو خبري یې مه قطعه کوئ؛ بلکي پرېږدئ، چي هغه خپلي خبري خلاصي کړي.
او همداراز حضرت ابن عباس رضی الله عنه و حضرت عکرمه رضی الله عنه ته وایې: ته خلکو ته حدیث بیان کړه (بیان وکړه) په هري جمعې کي یو وار، کچیري دي خوښه نه وه نو دوه واره یې وکړه، کچیري دې ډیر کوئ نو دري واره یې وکړه او ته خلک ددي قرآن څخه مه ستړي کوه، او زه به تا نه موندمه چي ته قوم ته راځي پداسي حال کي چي دوی په خپلو خبرو کي وي، نو ته دوی ته قیصه بیانوې او پردوی باندې ددوی خبري قطعه کوې، نو دوی ستړي کوې، بلکي ته چپ پاته سه چي کله دوی در ته امر وکړئ؛ نو بیا ورته حدیث بیان کړه او دوی یې شوق هم درلوښتئ.
لسم ادب: د خبرو په وخت کي د ږغ کښته کول
د خبروکولو په وخت کي باید ږغ دومره اندازه وسي چي سامعین یې واوري، دومره په لوړ آواز خبري ونسي چي ضرورت یې نوي، یا نور خلک ورڅخه په تکلیف سي، الله تعالي جل جلاله د سور ة لقمان په ۹۱ نمبر آیة کي فرمایې: واغضض من صوتك إن أنكر األصوات لصوت الحمير ؛ ژباړه: خپل ږغ) آواز( دې کښته کړه، بیشکه بد ږغ چي دی هغه د خره ږغ دی.
يعني خپل ږغ د ادب مراعت کولو لپاره د خلکو او الله تعالی سره کښته کړه، کچیري په ډیر لوړ ږغ کي کومه فائده وای نو د خره سره به یې مشابهت نوای راغلای.
یولسم: د امانت خبرو ساتل او چاته نه کول
کله چي چاته درته کومه خبره د امانت په توګه وکړه نو هغه خبره درسره امانته وساته او د هغه بل کس راز مه ښکاره کوه، رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمایي: روى جابر بن عبد الله -رضي الله عنهما أن رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم قال:)إذا حدث الرجل بالحديث ثم التفت فهي أمانة.
ژباړه: د حضرت جابربن عبدالله رضی الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: کله چي یوه سړي یوه خبره بیان کړه او بیایې ورته وکتل نو دغه خبره امانته ده.
یعني چي کوم چا درته یوه خبره وکړه اوبیا یې درته وکتل؛ نو پوه سه چي دا خبره امانته ده او هغه نه غواړي چي دغه خبره بل ځای ورسوي.
دولسم: په خبروکي تلوار نه کول
تیزي او ژر ژرخبري نه کول بلکي قرار او په ښه فصاحت سره خبري کول، پداسي ډول خبري وسي چي اوریدونکي یې په خبرو پوه سي، داسي چلاکي او په تلوار و نه سي چي دده مقابل کس پوه نه سي، چي دی څه وایې. رسول الله صلی الله علیه وسلم زموږ په رقم په تلوار او ژر ژر خبري نه کولې، بلکي د رسول الله صلی الله علیه وسلم خبري داسي وې چي چا اورېدلي وای حفظ کولې. نو باید د خبرو په مینځ کي فصل اوجداوالۍ راسي او خبري په تلوارسره ونه سي.
www.taleemulislam.net