تعاطي راکړي ورکړي ته وايي ، بيع په تعاطي يعني بېله وينا څخه محض په راکړه ورکړه هم صحيح کيږي .
د مثال په ډول يو سړى نانواى ته د يوې ډوډۍ پيسې ورکړي او هغه په عوض کي يوه ډوډۍ ورکړي ، خو په خوله هيڅ هم سره و نه وايي ، د دوى دغه راکړه ورکړه د ايجاب او قبول پر ځاى دريږي ، سودا يې ترمنځ په مُنْعَقِده کيږي ، دغه ډول سودا ته د عربي په اصطلاح بيع تعاطي وايي .
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات