مُرَابَحَةُ او تَوْلِيَةٌ په هغه شي کي کېدلاى سي چي هغه په مثلي ثمن رانيول سوى وي .
رواجي سيکې ، مَكِيلي او مَوْزُوني شيان لکه غنم بوره په مثلي شيانو کي راځي .
قِيَمِيّ شى هغه ته وايي چي د هغه د جنس هر عدد ځان ته په بېل بېل قيمت خرڅيږي لکه غواوي يا مستعمل موټران چي هر عدد يې ځان ته بېل بېل ارزښت لري .
يو شى که په قِيَمِيّ ثمن رانيول سي د هغه سودا په مُرَابَحَةُ او تَوْلِيَةٌ نه صحيح کيږي ، ځکه د رانيولو سر يې نه معلوميږي .
مثلا : که څوک موټر په بل موټر مالچه کړي ، دا موټر په مُرَابَحَةُ او تَوْلِيَةٌ نسي خرڅېدلاى ، ځکه ثمن يې هم موټر دى او موټر قِيَمِيّ دى ، خو که څوک بيا موټر مثلا : په پنځو خروارو غنمو رانيسي دا موټر په مُرَابَحَةُ او تَوْلِيَةٌ خرڅولاى سي ، ځکه ثمن يې مثلي دى ، د رانيولو سر يې معلوم دى ، که په تَوْلِيَةٌ يې خرڅاوه د مشتري څخه به پنځه خرواره غنم اخلي ، که په مُرَابَحَةُ يې خرڅاوه په څونه ګټه چي يې سودا کړې ده هغوني غنم به تر پنځو خروارو اضافه ځني اخلي .
وضيعه د توليې په شان ده او مساومه تفصيل نه غواړي .
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي