د رهن دوهم حکم دا دى چي رهن امانت غوندي دى ، مُرْتَهِن د رهن څخه د هيڅ ډول استفادې او کار اخيستلو حق نه لري ، څوک چي د يو شي څخه ناوړه ګټه اخلي يا ناحقه تصرف پکښي کوي هغه ته تَعدَي وايي .
څوک چي په يو شي کي تعدي وکړي د هغه شي ضمان پر راځي نو ځکه که مُرْتَهِن د رهن څخه کار اخيستى يا يې بل ته په عاريت ورکړي د رهن د ټوله قيمت ضمان پر راځي ، ليکن که مُرْتَهِن رهن رَاهِن ته په عاريت ورکړي هلته يې پر مُرْتَهِن ضمان نه راځي ځکه رَاهِن د شي څښتن دى که ځني ورک يا ضايع سي خپل شى يې له منځه ولاړ .
مُرْتَهِن هر وخت کولاى سي چي رهن بيرته د رَاهِن څخه واخلي ، څه مهال چي رهن بيرته د مُرْتَهِن لاس ته ورسيږي نو بيرته يې ضمان پر مُرْتَهِن را ځي .
د رهن ساتنه
د رهن دريم حکم د رهن حفاظت او ساتنه ده ، د رهن د ساتني مسئوليت پر مر تهن دى او د امانتي شي په شان حفاظت او ساتنه به يې کوي ، د رهن د ساتني خرڅ په مُرْتَهِن پوري اړه لري .
مُرْتَهِن رهن پخپله هم ساتلاى سي او د خپلي ښځي ، اولاد او خصوصي خادم په لاس يې هم ساتلاى سي .
مُرْتَهِن حق نه لري چي د پورتنيو کسانو څخه پرته په بل چا رهن وساتي يا يې بل ته د امانت په ډول کښېږدي .
که مُرْتَهِن د يادو سوو کسانو څخه پرته په بل چا د رهن ساتنه کوي يا يې بل چا ته د امانت په ول وسپاري دايې په ساتنه کي تعدي ده او په تعدي د رهن د ټوله قيمت تاوان پر مُرْتَهِن باندي راځي.
-----------------------------------------
مأخذ: فقه المبتدي دريم ټوک - معاملات
مخکنۍ ليکنه: