تعلیم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره: ۷۳
سوال : په کومو شیانو سره طلاق رامنځ ته کیږی ؟
نوم : فضل الرحمن
جواب : عموماً طلاق په دوو شيانو سره راځي:
١- په وينا سره صَرَاحَةً يا کناية
٢- یا په حرمت د مُصَاهَرَةٍ سره
د حرمت مصاهرة يو مثال داسي دئ : لکه یو څوک چي خپلي خواښي ( د خپلي ښځي مور) ته په شهوت سره لاس وروړي ، نو په دغه صورت کي پر هغه کس خپله ښځه د ټول عمر لپاره حرامه سوه.
مولوي عبدالسلام
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان