لیکنه: مولوي عبدالغفار حسیني
۱۹: د پرديو سره نیکي کول په عمر کي زیاتوالی او په رزق کي پراخوالی راولي.
۲۰: کله چي له جنازې سره ځې، نو د مړي تر غم، زیات د خپل ځان غم کوه او دا خیال او تصور کوه، چي هغه خو ملک الموت ولیدله زه به ئې تر دې وروسته وینم، هغه خو د مرګ ترخه وڅکله زه به ئې تر دې وروسته وڅکم، هغه د اخري خاتمې څخه تېر سو، زه تر دې وروسته ور روان یم.
۲۱: چغلخوري او د شیطانت خبري، د یو مسلمان په حق کي مه اورئ. د مسلمان د خوابدۍ ختمېدل په ( السلام علیکم) کښي ده.
۲۲: د سپین ږیرو عزت او احترام کوئ، الله جل جلاله به ستاسو د سپين ږير توب په وخت کي ځوانانو ته توفیق ورکړي چي ستاسو عزت او درناوی وکړي.
۲۳: څوک چي د مشرانو تعظیم او عزت نه کوي، او پر کشرانو شفقت او مهرباني نه کوي، هغه زما د امت څخه نه دی.
۲۴: د خوابدۍ په حالت کي ښه او غوره کس هغه دی، چي په صلح او سلام کولو کي مخته والی وکړي.
۲۵: د هر ښه او بد کس سره نیکي او ښیګڼه کوه، اګر که د نیکۍ کولو وړ نه وي.
۲۶: د بدانو سره نیکي کول، د نیکانو کار دی او د نیکانو سره بد کول دبدانو کار دی.
۲۷: کوم کار، چي تر ټولو زیات د مغفرت (بخښني) سبب ګرځي هغه ورین تندی او خوږه ژبه ده.
۲۸: څه چي د خپل ځان لپاره خوښوې هغه د بل مسلمان ورور لپاره هم خوښ کړه.
۲۹: د هر قوم د عزتمند کس تعظیم او عزت کوه.
۳۰: ستا له لاس او ژبي څخه بايد هيڅ مسلمان ته تکلیف او ازار ونه رسيږي.
۳۱: تر درو ورځو زیات د خپل ملګري سره وینا مه قطع کوه.
۳۲: خورئ یې، خیرات کوئ يې او اغوندی يې تر هغه حده پوري چي اسراف نه وي او تکبر مه کوئ.
۳۳: څوک چي نرم طبيعت نه لري هغه د نیکۍ کولو څخه محروم دی.
۳۴: د تهمت له ځایونو څخه ځان لیري وساته.
۳۵: څوک د خپل ځان په هکله په بد ګمانۍ کي مه اخته کوه.
۳۶: ساده ګي د ایمان نښه ده.
۳۷: که چیري ته د مرتبې او منزلت خاوند یې نو له چا سره په کوښښ او سعي کولو کي هیڅ دریغ او ځان ژغورنه مه کوه.
۳۸: د غریبانو او مسکینانو سره دوستي او تعلق ساته او د امیرانو د مجلسو څخه پرهېز او ځان ساتنه کوه.
۳۹: دا ډول اشاره کول حرامه ده، چي هغه یوه انسان ته د رنځ او صدمې پیداکولو سبب جوړیږي، وینا کول خو بیخي لیري خبره ده. همدا ډول داسي وینا کول روا نه دي، چي د هغه څخه یو انسان په وحشيت او وېره کي لویږي.
۴۰: د ژبي تر صدقې غوره او بهتره صدقه نسته؛ د ژبي صدقه داده: چي د بل کس سپارښت (شفاعت) وکړې، یا د هغه کس څخه تکلیف او اذیت لیري کړې، یا د هغه ځان ژغورنه او ساتنه وکړې.
۴۱: د قبرونو زیارت ته ولاړ سئ، تر څو عبرت حاصل کړئ او د مسلمانانو لپاره د مغفرت دعاوي وکړئ.
۴۲: سخي کس الله جل جلاله ته نژدې دی، جنت ته نژدې دی، خلګو ته نژدې دی او د دوږخ څخه لیري دی.
۴۳: بخیل کس د الله جل جلاله څخه لیري دی، د جنت څخه لیري دی، د خلګو څخه لیري دی او دوزخ ته نژدې دی.
۴۴: کله چي درې کسان سفر کوي یو کس دي په خپل منځ کي امیر وټاکي.
۴۵: په درو شیانو کي ځنډ مه کوئ، ۱- لمونځ: کله چي يې وخت راسي. ۲- جنازه: کله چي آماده سي. ۳- د کونډي نکاح: کله چي يې کفو او سیال پیدا سي.
۴۶: دوه نعمتونه دي، چي په هغه کي اکثره خلګ په تاوان کي دي لومړی: روغوالی او صحت مندي، دوهم: فراغت.
۴۷: کوم چا چي په ځنګله کي سکونت او استوګنه اختیار کړه، هغه د علم او عقل څخه خالي دی او کوم څوک چي تل د ښکار کولو په هڅه او تعقیب کي وي هغه غافل دی.
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۴ ګڼه