تعلیم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره: ( ۱۹۵)
نوم: عبدالعزیز
د اوسېدو ځای: پاکستان
سوال : په روژه کی دجماع دشروع په حال کی پرسهار سی پر دغه کس کفاره لازمیږی که یا
جواب : که چیري یوه کس دسهار کېدو سره سم دستي خپل ذکر رایستلی وي نو پر هغه باندي نه قضاسته اونه کفاره . (۱)
او که چیري د سهارکېدو سره بیا هم هغه کس جماع ته ادامه ورکړه او انزال سو نو بیا پر ده باندي قضاء لازمه ده او کفاره بيا هم نسته . (۲)
البته که د سهار د را ختو وروسته دده په حرکت سره دی انزال سو، نو بیا کفاره سته . (۳)
جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحیح: مولوي عبدالهادي آغا
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): ومن جامع قبل طلوع الفجر ثم طلع الفجر فان نزع فوراً لم يفسد صومه . ( الفقه الاسلامي : ج٢(جزء الثاني): ص،٦٥٣ دارالفکر )
(۲): فتاوی خانیه علی هامش (ج ۱، ص ۲۱۰- مطبع مکة المکرمة)
(۳): کذا في فقه الاسلامي ( ج،٢:ص،٦٥٦)