تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
غوره انسان څوک دئ؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 4, 2023
  0

لیکنه: زینب دُرانۍ/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


غوره انسان څوک دئ؟ 

 

هر انسان ښایسته نه وي؛


هر انسان پیسه نه لري؛


هر انسان سرمایه دار نه وي؛


هر څوک دفترونه، موټران او جایدادونه نه لري؛


هر څوک د پوهنتون ډیګري او د ماسټري اسناد نه لري؛


او هر څوک حتا ښه کورنۍ لا نه لري.


څنګه داسي انسان یو بهترین انسان جوړیږي؟


داسي انسانان هغه وخت بهترین کیدلای سي چي د دنیا د اسبابو او د دنیا د خلګو څخه مخکی اول خپل فکر کوي، خپل پر شخصیت فکر کوي او ځان ته یو خاص کریکټر جوړوي.


خپل شخصیت کولای سو د څو لارښونو په عملي کولو سره جوړ او قوي کړو:


۱ -  د الله سبحانه وتعالی سره خاص تعلق او رابيطه جوړه کړه 


په ورځ کي په ترتیب سره اذکار او د قرانکریم تلاوت خپل عادت وګرځوه، پر هر درکړل سوي نعمت باندی شکر کاږه او د الله تعالی حمد وایه، د ارمانونو او هیلو د پوره کیدلو غوښتنه دي د الله تعالی څخه د دعا په شکل وغواړه، په ورځ کي د الله تعالی د عبادت او اذکارو لپاره خاص وخت وټاکه.


۲ - د خبرو څخه دي سپک الفاظ لیري کړه


څنګه چي ته غواړې نور خلګ ستا سره خبري وکړي هغسي ته هم د هغوی سره خبري کوه، په کومو خبرو چي تاته یو څوک سپک او بې شخصیته معلومیږي د هغو خبرو او الفاظو څخه ځان وساته، د خبرو کولو په واسطه انسان ستا شخصیت کشف کوي، کوښښ وکړه چي داسي جادویي خبري وکړې چي لوړ مقام والا او هوښیاران خلګ تر خپل تاثیر لاندي راولې، په خبرو کي دي باید داسي تاثیر پروت وي چي هیڅ څوک ستا سره په علمي دلایلو کي د اخلاقي لحاظه د خبرو کولو جرات ونه لري. دا هر څه هغه وخت کیږي چي ستا خبري تاثیر ګذاره وي او په دومره عزت او ادب باید خبري وکړې چي په خپل ټوله ماحول کي تر تا بل څوک ښه نه وي.


۳ -  مثبت فکر کونکی واوسه


په هر حالت کي مثبت فکر کوه حتا د غم او مصیبت په وخت کي هم مثبت فکر کوه، ځکه چي مثبت افکار انسان د نورو مثبتو افکارو طرف ته مایله کوي، ته باید په پوره ډول یو مثبت انسان واوسې همیشه هر څه ته د مثبت اړخ څخه ګوره، د هر څه قضاوت د مثبت اړخ څخه کوه، باور وکه چي هیڅ وخت به شاته ولاړ نه سې هیڅ وخت به په فکري شکنجه اخته نه سې، ذهن او فکر به دي ارام وي، د هر حالت او هري پیښي څخه مثبته پایله اخله او د ژوند یو تجربه یې بوله.


۴ - په ژوند کي چي هر کار کوې اول یې د اسلام د نظر څخه ګوره


کله هم چي یو کار کوې یا هم د یو کار د کولو نیت دي وکړی، نو اول دا وسنجوه چي دا کار د اسلام د نظره څنګه دی، ایا روا او که ناروا دی، اخلاقي اړخ  لري که یې نه لري، پر شخصیت مي مثبت تاثیر کوي که منفي، که خلک مي ددې کار د کولو پر وخت وویني نو زما په اړه به یې قضاوت څه وي.


د ځان څخه بېلا بیلي او هر اړخیزه پوښتني وکه بیا که نتیجه یې منفي وه نو پرې یې ږده او که پایله یې مثبته وه نو بېله ځنډ څخه یې شروع کړه.

 

یو د پوښتنو لیست جوړ کړه او کله هم چي هر وخت د یو کار کولو نیت وکړې نو د هغه لیست د پوښتنو د جوابولو وروسته که یې نتیجه منفي وي نو پرې یې ږده، که څه هم خوښ دي وي، خو که پایله یې مثبت وه نو ژر تر ژره یې شروع کړه.


۵ - خپل پر غوصه کنټرول ولره


غوصه د ټولو مصیبتونو مور ده، که غوصه کوې نو منفي پایلو ته یې هم انتظار اوسه، خو که د یو څو ثانیو لپاره پر ځان کنټرول ولرې نو د اوږد مهاله پښیماني او افسوس څخه به وژغورل سې، هر وخت چي غوصه کیدلې نو دا فکر وکړه چي زه چي پر چا غوصه کیږم زه ددی انسان سره د څه شي په خاطر اوسیږم، ولي ضرورت ورته لرم، ولي یې په څنګ کي یم، ولي خبري ورسره کوم، ولي یې باید خوشحاله وساتم او ولي باید پرې غوصه سم؟ 


 موږ ټول انسانان دې دنیا ته ددې لپاره نه یو راغلي چي د یو بل زړونه مات کړو، بلکي ددې لپاره ژوند کوو چي د یو بل مات سوي زړونه ورغوو، د هر انسان زړه مات دی اوس وخت کي خو بیخي خوشحالي نسته، نو باید ددې لپاره کوښښ وکړو چي بل چاته خوشحالي ورکړو او د بل چا زړه وساتو تر څو بل څوک موږ ته خوشحالی راکړي او زړه مو وساتي.

 

 www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته