تازه سرليکونه
د (اولياء کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ابوحامد محمد بن محمد الغزالی (رح) پيژندنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 30, 2020
  0


حجۃ الاسلام امام ابوحامد محمد بن محمد الغزالی رحمة الله علیه پيژندنه


  
 لیکوونکي:  حشمت الله میاخیل/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

نوم او نسب:
د امام غزالى رحمه اللّٰــه اسم کنيه ابو حامد، نوم ئي محمد او د محمد الغزالى زوى ؤ، لقب ئي حجۃ الاسلام زين الدین الطّوسی او د طوس اوسيدونکى وؤ. نوموړي يو ستر فقيه،صوفى او متکلم وؤ. له ګنو علومو نه باخبر ؤ.


پیدایښت او د علم حصول:
امام غزالى رحمه اللّٰــه په ٤٥٠ ھ ق کال په پيدا شويدي. حکایت دي چه د امام غزالى رحمه اللّٰــه پلار يو نيک عمله سړى ؤ، هغه د خپل لاس په محنت او کوښښ روزي لاسته راوړه.او له هغى نه به ئى خوارک کولو. هغه به له وړيو نه تارونو جوړول. او بيا به ئې هغه په دوکان کى خرڅول. کله چي مړګ ته نږدي شو نو خپل زوى او د هغه بل ورور احمد په باره کښي ئي خپل دوست ته وصيت وکړه چى زما په دي زامنو ديني علوم ولوله. ما چى څه په ميراث کى پرايښي دى.

 

هغه ورباندي د علم په زده کړه کښى ولګوه. په دى وخت کښى امام غزالى رحمه اللّٰــه ١٥ کلن ؤ. او د کشر ورور احمد غزالى رحمه اللّٰــه ١٢ کلن ؤ. کله چي د دوي د پلار نه پاتى مال او د دوى د دوست زارکانى پيسى ختمى شوي نو بیا ئـې د طوس په مدرسه کښي شامل کړل. خو امام غزالى رحمه اللّٰــه دا مدرسه پريښوده او جرجان ته د علم حاصلولو پسى لاړ. هلته ئي د هغه وخت مشهور عالم دين استاد ابو نصر اسمعیل رحمه اللّٰــه نه د علومو زده کړه وکړه. د علم يو لويه ذخيره ئي وليکله او بيرته طوس ته واپس شو. بيا له دى ځايه ئى نيشاپور ته سفر وکړ.


هلته د خپل عصر يو لوى عالم امام الحرمین ابو المعانى جوينى ؤ. خپله علمى تنده ئي دلته ماته مړه. د نورو فنونو او علومو تر څنګه ئي د منظرې، علم الکلام، عقاید اړ فلسفى علوم ولوستل. په دى علومو کښي ئي دومره پوهه او مهارت کړ چي په درې سوه طلب العملونو کى ئي لومړي مقام حاصل کړ.


امام غزالى رحمه اللّٰــه په ٢٨ کلنۍ کى ټول مروجه علوم حاصل کړل. د پوهى او ذکاوت آوازې ئي ځاى، ځاى خپرې شوې. کله چي امام الحرمین په ٤٧٨ ھ ق کال کې وفات شو. د خپل حاکم خواجه نظام الملک له امام غزالى رحمه اللّٰــه نه وغوښتل چى د بغداد د مدرسى صدر المدرسين جوړ شى خو امام غزالى رحمه اللّٰــه دا وظیفه قبوله نه کړه. خو کله چى د بغداد د مدرسى لوى استاد علامه حسين بن على وفات شو نو خواجه نظام الملک طوسى امام غزالى رحمه اللّٰــه د هغه پر ځاى مقرر کړ. او هغه دا وظیفه قبوله کړه.


تدریس:
امام غزالى رحمه اللّٰــه په ٤٨٤ ھ ق کال کې په عملى توګه تدریس شروع کړ. او د ٤٨٨ ھ ق کال پورې ئي دا خدمت وکړ په دي موده کښى هغه ډير کتابونو وليکل.


امام غزالی رحمہ اللہ مشهور تصنیفات:
امام غزالی رحمہ اللہ د خپل دور مایه ناز مصنف و په خپل علمي قلم یې ډیر کتابونه لیکلي دي د کتابونو شمیرہ یی ۷۷ د له هغې جملې نه یو څو دا دي:


۱: یاقوت التاویل فی التفسير ٤٠ ټوکه 

۲:  احیاءالعلوم

۳:  اسرار الانوار الالهيه بالايات المتلوه

۴:  مشکوۃ الانوار القربۃ جوهر القرآن

۵:  کیمیائے سعادت

۶:  حجة الوادع

۷:  الی اللّٰــه عجائب صنع اللّٰــه

۸:  منخول

۹:  عقیدة المصباح


وفات :
امام غزالى رحمه اللّٰــه په ٥٠٥ ھ ق کال د جمادى الاخر په څوارلسم د دوشنبى د ورځي په سهار د ٥٥ کالو په عمر له دنيا نه سترګي پټى کړي او د ايران په طوس ښار کښى د مشهور او نوميالى شاعر فردوسى قبر ته نږدى خاورو ته وسپارل شوه. علامه ابن الجوازي رحمه اللّٰــه په خپل کتاب (الثبات عند الممات) د امام غزالى رحمه اللّٰــه د مړينى په باره کښى د هغه د ورور احمد غزالى له خولى داسى ليکى ورور مى ابو حامد غزالى رحمه اللّٰــه د دوشنبى د ورځى سهار (سبا راختلو) وخت کښى اودس وکړ او لمونځ ئى ادا کړ بيا ئـې خپل کفن وروغوښت ښکل ئى کړ او په سترګو ئي کيښود، سمعاََ و طاعۃََ ئي وویل مخ ئى قبلې ته کړ، پښې ئي وغزولې او او خپل روح ئي د کائناتو خالق ته حواله کړ.


مأخذونه:


احیاءالعلوم،مکاشفتہ القلوب،الثبات عند الممات تأليف عبد الرحمن بن علي بن محمد بن علي بن الجوزي أبو الفرج۔


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته