تازه سرليکونه
د (فتوا طهارت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د نفاس لږ موده څومره ده؟
 
  November 6, 2012
  0

  تعلیم الاسلام دارالافتاء 


مسلسله شمېره : (۲۹۵)

نوم: عبدالواسع
 

سوال : که چیری دیوی ښځی څخه دنفاس په موده کی فقط یوه هفته وینه وبهیزی  او نور دغه ښځه پاکه سی (وینه ) نه یی نو ددغی ښځی لپاره لمونځ،  روژه، جماع کول څنګه دی دا ښځه پاکه بلل کیږی که یا ؟

جواب : 

حامداً و مصلیاً
 
نفاس کمه موده نه لري، هر وخت چي وينه ودريږي نو نفاس ختم سو. که څه هم تر ولادت وروسته دستي ودریږي دا به غسل کوي، لمونځ به کوي او که رمضان وي روژه به نيسي.



جواب: مولوي عبدالهادي آغا
الجواب صحیح: مولوي سید عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء 
کندهار افغانستان

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱):وأقل النفاس لا حد له لأن تقدم الولد علم الخروج من الرحم فأغنى عن امتداد جعل علما عليه بخلاف الحیض. هداية، کتاب الطهارة في النفاس. ج۱، ص ۶۸
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته