تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
موسیقي په اسلام او ساینس کي / یوولسمه برخه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 4, 2024
  0

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

موسیقي په اسلام او ساینس کي

(۱۱)

ولي په قرآنکريم کي مستقيما د موسيقۍ نوم نه دی راغلی؟


کله مستشرقین یا نور داسي سوال کوي چي په قرآنکریم کي ولي په مستقیم ډول سره د موسیقۍ نوم نه دی راغلی؟


ځواب: قرآنکریم یو الهي کتاب دی، چي د بشریت د لارښوونې لپاره رالیږل سوی دی، د ټوله بشریت د فطري شریعت سره برابر اصول او احکام پکښي راغلي دي، داچي دغه قرآنکریم الهی کلام دی نو ځکه ددې الهی کلام د پوهولو لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لکونو مبارکو احادیثو کي ددې الهي کلام تشریح او تفسیر سوی دی، که په احادیثو کي یې تفسیر نه وي بیا صحابه کرامو رضی الله عنهمد هغه تفسیر او بیان کړی دی او پاته دي نه وي چي په قرآنکریم کي حتی د عباداتو پوره بیان نه دی سوی؛ بلکي صرف یادونه یې سوې ده خو نوره تشریح یې په مبارکو احادیثو کي سوېده ، زه څو بېلګي وړاندي کوم :


په قرآنکریم کي راغلي دي: و اقیمو الصلاة و اتوالزکوة. (سورة بقره: ۴۳)


ژباړه: تاسي لمونځ وکړئ او زکات ورکړئ.


په قرآنکریم کي نور د لمانځه او زکات بیان نسته، چي د سهار لمونځ ۴ رکعته دی، د ماپښین لمونځ ۱۰ رکعته دی، د ماځیګر لمونځ ۴ رکعته دی، د ماښام لمونځ ۵ رکعته دی او د ماخستن لمونځ ۹ رکعته دی، یا دا فرض رکعتونه دي یا دا سنت دي یا دا واجب دي، یا دا رکعت ډک دی یا تش دی، په قرآنکریم کي صرف ورته امر سوی دی چي لمونځ وکړه بس، نور ټول تفصیل یې په مبارکو احادیثو کي راغلی دی.


همداسي د زکات مسائل، همداسي د حج مسائل، د روژې مسائل او نور....


ځیني ساده لوح مسلمانان هم چي د استشراق او الحاد تر اغیزو لاندي راغلي دي، دا وايي چي ولي په قرآنکریم کي د تنبور او رباب د منع نوم نه دی راغلی ؟؟


جواب دادی، چي که تنبور او رباب نومان راغلي وای، اوس بې ویلای چي هغه ساده رباب او تنبور خو منع دی او پاته نور د موسیقۍ آلات خو جائز دي، ځکه نوم یې نه دی راغلی، یا هغه ساده د موسیقۍ آلات منع دي خو دغه اوسني کمپیوټري او عصري سامان آلات منع نه دي، نو ځکه په قرآنکریم کي ددې ټولو د موسیقۍ آلات چي تر قیامته پوري جوړیږي او خپله موسیقۍ ته د (لهو الحدیث) جامع توری استعمال کړ.


د ویکیپیډیا په حواله چي په نړۍ کي تر (۱۵۰۰) اضافه د موسیقۍ آلات شتون لري، چي دا ګراف ورځ په ورځ لوړیږي، بیا به یو څوک پوښتنه کوي چي د پنځو یا لسو نومونه راغلي دي دا نور جائز دي، نو ځکه یې په مستقیم ډول سره نوم نه دی راغلی.


د موسیقۍ د حرمت لپاره پورته په قرآنکریم کي یې څلور ځایه یادونه سوې ده، خو پوره تشریح یې په بې شمېره صحیح احادیثو کي سته چي وروسته به رڼا پر واچول سي. ان شاء الله.


ډېر شیان سته چي په قرآنکریم کي یې یادونه نه ده سوې، د بېلګي په ډول سره د انسان  بولي او غائطه مواد په قرآنکریم کي یې د حرمت خبره نه ده سوې؛ بلکي په احادیثو کي یې یادونه سوې ده، نو د منکر احادیث په عقیده او خام فکر باید بولي او غائط حلال و ګڼل سي. (العیاذ بالله)

نور بیا...

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته