فِکري سنګر
لیکنه: جبیراحمد مشهود/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
وساتئ تود فِکري سنګر مبارزینو زلمو
د حق دفاع ته مټي ونغاړۍ مؤمِنو زلمو
لکه مات کړي چي مو تل په نظامي جګړو کي
داسي شیکست په فکري جنګ ور کړئ حسینو زلمو
دوی مسلمانو کي کافري مفکورې خپروي
ورته ځیرک اوسئ همېش مجاهدینو زلمو
که د غربي بلا وروستۍ سلګۍ په مرګ بیدوئ
همدا مو وخت دی را پاڅېږئ شایقینو زلمو
اقصی هم تاسو ته په هیله ده ارام مه کښینئ
اې د الله پر ښکلي دین باندي مینو زلمو
د غفلت خوب کړئ نور حرام پر مسلمانو باندي
په ویښ احساس باندي سمبال متدینو زلمو
مشهود ملنګ د زړه له تله او په ټوله مینه
صد افرین وایې پر تاسو تل نیازبینو زلمو
www.taleemulislam.net