تعلیم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۸۸)
نوم: عبدالمالک
سوال : كه يو څوك بيده وي او په ځان خبر نه وي او ني خوب ليدلي وي او انزال سي ايا پر دغه نفر غسل سته؟
جواب : کــه چـيري یو څوک د خـوبـه راویښ سي او پر خپل ځان يي لوندوالی ولیدی او خوب يي هم نه وو په یاد نو که چیري ذکر مخکي تر خوب منتشر یعني غوړیدلی وي نو پر دغه سړي غسل نسته مگر که چیري دده یقین سي چي دامني دي بیا غسل باندي سته اوکه يي چیري ذکر منتشر نه وو ساکن وو نو پر دغه سړي غسل واجب دی.
جواب: مولوي عبدالسلام
الجواب صحیح: مولوي عبدالهادي آغا او مولوي سيد عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱):وَلَوْ اسْتَيْقَظَ فَوَجَدَ عَلَى فَخِذِهِ أَوْ ذَكَرِهِ بَلَلًا وَلَمْ يَذْكُرْ الِاحْتِلَامَ فَإِنْ كَانَ ذَكَرُهُ مُنْتَشِرًا قَبْلَ النَّوْمِ فَلَا غُسْلَ عَلَيْهِ إلَّا أَنْ يَتَيَقَّنَ أَنَّهُ مَنِيٌّ ، وَإِنْ كَانَ سَاكِنًا قَبْلَ النَّوْمِ فَعَلَيْهِ الْغُسْلُ. الجوهرة النیرة: ج۱، ص ۴۳