لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د سورة الصف لنډه پېژندنه
سورة الصف - د تلاوت او مصحف په اعتبار ۶۱ سورة دئ چي د هجرت وروسته په مدينة منورة کي نازل سوی دئ.
سورة الصف ۱۴ آية دئ او ۲ رکوع لري.
د دې سورة نوم د ۴ آية څخه اخستل سوی دئ، چي الله تعالی فرمايي: إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِهِ صَفًّا كَأَنَّهُمْ بُنْيَانٌ مَرْصُوصٌ.
ژباړه: يقيناً د الله تعالی هغه کسان خوښ دي چي د ده په لار کي جنګ او جهاد کوي په صف بندي (هغه هم داسي صف چي) لکه يو ځايي ټينګ تړل سوی ساختمان.
صف - معنی ډله، ترتيب، وېش.
په سورة الصف کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي
۱- ټوله پاکي الله (رب العزة) لره ده.
۲- اې مؤمينانو، هغه څه مه واياست چي نه ئې کوئ.
۳- د الله تعالی هغه مجاهدين خوښ دي چي د خپل رب په لار کي په صف او ترتيب سره جنګېږي.
۴- سيدنا موسی (عليه السلام) خپل د قوم کسانو په عذابوئ، نو الله تعالی د هغو کسانو زړونه منحرف کړل.
۵- عيسی ابن مريم (عليه السلام) بني اسرائيلو ته د رسول په حيث را استول سوی وو، چي د تورات او د حضرت احمد ﷺ تصديق کوونکی وو.
۶- داسي ظالمانو ته الله تعالی هدايت نه کوي چي پر الله (رب العزة) درواغ وايي.
۷- الله تعالی دا دين او رسول په حقه سره را استولی دئ، نو اې مؤمينانو تاسو هم د الله تعالی سره کومک وکئ، لکه د سيدنا عيسی (عليه السلام) ملګرو يعني حواريونو چي وکړئ.
www.taleemulislam.net