تازه سرليکونه
د (ليکنيزي پوښتني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا- قران شریف مه نه په یادېدی نو ایا...؟
 
  February 26, 2012
  0

 سوال: ماقران شریف په قرائت و وایه خوبیا  زما پلار ماته وویل چی قران شریف په یاد کړه ما لږ  ووايه  خونه مي په یادېدئ  نو اوس ماته پلار وایي، چي  ستا غاړی بندي دي نو پوښتنه دا ده چي زماغاړي بندي دي او که نه .  


د سوال کونکي نوم : باچا کاکړ 

 جواب : که څوک قرآن کريم په ناظره يا قرائت ووايي پر هغه باندي د قرآن کريم حفظ کول نه فرضيږي ځکه د قرآن کريم حفظ کول فرض کفايي دى يعني که د يو شمېر کسانو قرآن کريم ياد وي نو د نورو هم غاړي په خلاصيږي البته دونه قرآن يادول چي لمونځ يې په صحيح سي پر هر نارينه او ښځينه فرض دئ خو که څوک ټوله قرآن کريم يا يې څو سورتونه ياد کړي نو د هغو ياد کړو سورتونو هېرول ګناه لري، ځکه نو څومره قرآن کريم چي مو ياد کړى دى د هغه ګردان کوئ تر څو در څخه هېر نسي . 

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي :  بِئْسَ مَا لِأَحَدِهِمْ أَنْ يَقُولَ نَسِيتُ آيَةَ كَيْتَ وَكَيْتَ بَلْ نُسِّيَ ( البخاري عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بن مسعود). 
 
 ژباړه : دا يوچا لره ډېره ناوړه خبره ده چي وايي فلانى او فلانى آيت مي هېر کړ بلکي داسي دي وايي چي را څخه هېر کړل سو يعني که څوک د قرآن کريم ګردان نه کوي په لوى لاس يې هېروي نو دا د ګناه او د غندني وړ کار دى .
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۹ ګڼه- د دارالافتاء څانګه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته