تعلیم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۹۷)
نوم: محمد ظریف
سوال : د سهار جمع ولاړه وه د آخر رکعت هم آخر وو یا آخر رکعت هم سوي وو پراتحیات وو اوس به زه سنت کوم که له امام سره جمع و نیسم؟
جواب : د سهار سنت ډیر ټینگ سنت دی ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم: لاَ تَدَعُوهُمَا وَإِنْ طَرَدَتْكُمُ الْخَيْلُ.(۱)
ژباړه : ابي هریره رضــي الله عنه فرمايي چـي رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: تاسي د سهار سنت مه پریږدئ که څه هم د اسانو تر پښو لاندي کیږی.
که آخره ناسته هم نسي نیولای نو بیا دي سنت پریږدی، جمع دي ورسره ونيسي البته د سنتو قضاء پر ده نسته.
جواب: مولوي عبدالسلام
الجواب صحیح: مولوي عبدالهادي آغا او مولوي سيد عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): ابوداؤد ج۴،ص۱۰- سنن الکبری، ج۲، ص۴۷۱
(۱):وَإِنْ خُشِيَ فَوْتُهُمَا دخل مَعَ الْإِمَامِ- يُشِيرُ إلَى أَنَّهُ إنْ كَانَ يَرْجُو إدْرَاكَ الْقَعْدَةِ لَا يَدْخُلُ مَعَ الْإِمَامِ . وَحُكِيَ عَنْ الْفَقِيهِ أَبِي جَعْفَرٍ أَنَّهُ عَلَى قَوْلِ أَبِي حَنِيفَةَ وَأَبِي يُوسُفَ يُصَلِّي رَكْعَتَيْ الْفَجْرِ ؛ لِأَنَّ إدْرَاكَ التَّشَهُّدِ عِنْدَهُمَا كَإِدْرَاكِ الرَّكْعَةِ
أَصْلُهُ مَسْأَلَةُ الْجُمُعَةِ. العنایة شرح الهدایة. ج۲، ص۲۴۹