رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي:
هیڅ داسي ورځ نسته چي بنده ګان یې سهار کوي مګر په داسي حال کي چي دوې ملکي راکښته کیږي. یوه ملکه وايي: یا الله! نفقه (خرڅ) کونکو ته بدله ورکړه (چي پر مخلوقاتو مال مصرفوي). او دوهمه وايي: یا الله! بخیل تلف که (هغه څوک چي مال جمع کوي او بې ځایه يې خرڅوي نو د هغه مال ورتلف که). متفق علیه- مظاهر حق، باب الانفاق وکراهیة الامساک.