رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
ستوري د اسمان لپاره امن او سلامتي ده نو کله چي ستوري ولاړ سي نو اسمان ته به هغه څه راسي چي مقدره وعده يې ورسره سوې وه (قیامت)، زه د خپلو صحابه وو لپاره د امن او سلامتۍ باعث یم کله چي زه ولاړ سم نو زما صحابه و ته به هغه څه راسي چي د دوی سره يې مقدره وعده سوې وه (جنګونه، فتنې، اختلافات) او زما صحابه زما د امت لپاره د امن او سلامتۍ باعث دي، کله چي زما صحابه ولاړ سي نو زما پر امت به هغه څه راسي چي د دوی سره يې مقدره وعده سوې وه. (لکه بدعتونه، فتنې، د نیکانو تلل، د شریرو کسانو راتلل، بې دیني، او قیامت راتلل). رواه مسلم