رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
ثَلَاثَةٌ حَقٌّ عَلَى اللَّهِ عَوْنُهُمْ: الْمُكَاتَبُ الَّذِي يُرِيدُ الْأَدَاءَ، وَالنَّاكِحُ الَّذِي يُرِيدُ الْعَفَافَ، وَالْمُجَاهِدُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ. رواه الترمذي والنسائي وابن ماجه
درې کسان داسي دي چي د هغو سره مرسته الله (پخپل فضل سره) پر خپل ځان لازمه کړې ده یو هغه مکاتب (غلام) دی چي د کتابت د ادا کولو اراده لري، او هغه نکاح کونکی شخص چي (په نکاح سره) د پاکدامنۍ اراده لري او د الله په لاره کي جهاد کونکی (د دوی سره به الله تعالی حتماً مرسته کوي).