رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي : کوم څوک چي د سخت حاجت سره مخ سي او بیا خلګو ته (د شکایت په ډول) خپل حاجت وړاندي کړي نو دده حاجت به پوره نه کړل سي او چا چي خپل حاجت الله ته وړاندي کړئ نو الله تعالی به ډېر ژر ده ته فایده او اطمنان عطا کړي، په دې ډول چي یا به ژر مرګ ورته راولي (تر څو د تکلیفو څخه خلاص سي او الهي رحمت ته ورسیږي) یا به يې په یو څو ورځو کي غني کړي. رواه ابوداود والترمذي