د طلاق كنائي الفاظ دوه ډوله لري ، يو ډول يې هغه لفظونه دي چي په هغه بائن طلاق واقع كيږي او بل ډول يې هغه لفظونه دي چي په هغه رجعي طلاق واقع كيږي .
دا دوهم ډول كه څه هم كنايي لفظونه دي خو حكم يې د طلاق د صريح لفظونو دى ، نو ځكه رجعي طلاق په واقع كيږي .
په عربي كي فقط درې دا ډول كنايي لفظونه دي چي د صريح الفاظو حكم لري او رجعي طلاق په واقع كيږي هغه دا دي :
اِعتدِي ، يعني عده تېره كړه .
اِستبرئي رَحِمَكِ ، رحِم دي زما څخه پاك كړه .
انتِ واحدة ، ته يوه او تنها يې .
دا الفاظ كه څه هم د طلاق صريح الفاظ نه دي ، خو د صريح طلاق مقتضي او غوښتونكي دي ، يعني دا الفاظ كه د طلاق په نيت خپلي ښځي ته وويل سي نو معنا يي دا ده چي ما طلاق دركړى دى او ته دي عده تېره كړه يا اوس يوازي او تنها سولې .
خو دا الفاظ د طلاق څخه ماسيوا په نورو معناوو كي هم استعماليږي ، ځكه اعتداد شمېرلو ته وايي ، نو اعتدي په دې معنا هم ښځي ته ويل كېدلاى سي چي د الله جل جلاله نعمتونه يا بل دا ډول شى وشمېره .
استبرئي رحِمكِ په دې غرض هم ښځي ته ويل كېدلاى سي چي په راتلونكې زمانه كي د طلاق د پاره رحم پاك وساته .
انتِ واحدة په دې معنا هم خپلي ښځي ته ويل كېدلاى سي چي ته په حسن او ښكلا يا ښو صفاتو كي جوړه نه لرې تنها او يوه يې .
د طلاق ځيني هغه كنايي الفاظ چي بائن طلاق په واقع كيږي په لاندي ډول دي :
انتِ بائن . ته بېله يې
انتِ حرام ته حرامه يې
اِلحَقِي باهلكِ د پلرګنۍ سره دي يو ځاى سه .
وهبتكِ لاهلكِ ، ته مي خپلي پلرګنۍ ته بخښلې يې .
فارقتُكِ ، ته مي بېله كړې يې .
انتِ حرة ، ته آزاده يې .
استتري ، پرده كوه .
ابتغي الازواجَ ، د مړو تلاښ وكړه .
د پورتنيو عربي جملو يا د پښتو ژباړو څخه يې كه څوك يوه جمله د طلاق په نيت او اراده خپلي ښځي ته ووايي نو ښځه يې پر طلاقه كيږي خو په دې سره بائن طلاق واقع كيږي يعني ميړه يې بېله نكاح څخه رجوع نسي ورته وكولاى .
خو كه دا جملې د طلاق په نيت ورته و نه وايي بلكي د يو بل مقصد د پاره يې ورته ووايي بيا طلاق نه په واقع كيږي .
د مثال په ډول كه څوك خپلي ښځي ته ووايي :
ورځه د پلرګنۍ سره يو ځاى سه .
يا داسي ورته ووايي :
ورځه د پلار پر كور كښېنه .
دا ډول وينا كه څوك د طلاق په نيت ښځي ته وكړي يعني مقصد يې دا وي چي ده ته طلاقه كړې يې او ورځه د پلار پر كور كښېنه نو ښځه يې پر طلاقه کيږي .
خو كه د طلاق په نيت يې نه وي ويلي بلكي همداسي ښځي ته ووايي چي ورځه د پلرګنۍ سره يو ځاى سه يا د پلار پر كور كښېنه هلته اوسيږه نو بيا په دې وينا طلاق نه واقع كيږي .
كنايي الفاظ ځان ته ټاكلي كلمې نه لري بلكي په هره ژبه کي ځيني دا ډول الفاظ سته ، چي كله د طلاق په معنا كارول كيږي كله بيا په نورو معناوو كي استعماليږي .
نو په كنايي الفاظو په هغه مهال كي طلاق واقع كيږي چي د طلاق په نيت يې ښځي ته ووايي ، كه د طلاق نيت يې نه وي او د بلي معنا په اراده يې وكړي بيا طلاق نه په واقع كيږي .
بل مطلب
د طلاق صريح كلمې كه په يو نوع زياتوب يا صفت موصوف او وستايل سي بيا د كنايي الفاظو حكم پيدا كوي او بائن طلاق په واقع كيږي .
د مثال په ډول په انتِ طالق يو رجعي طلاق واقع كيږي خو كه د بائن صفت ورسره ذكر سي داسي ورته ووايي :
انتِ طالق بائن يعني ته په بائن طلاق طلاقه يې نو دلته بيا بائن طلاق په واقع كيږي .
دغه ډول په انتِ طالق اشدَ الطلاق ته په سخت طلاق طلاقه يې .
انتِ طالق كالجبلة ، ته د غره په شان په طلاق طلاقه يې هم بائن طلاق واقع كيږي .
ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
-----------------------------------
د طلاق په اړه فتواوي: طلاق