تعلیم الاسلام دارالافتاء
نوم: فاطمه اسلام
د اوسیدو ځای: کابل
سوال: د قربانی یعنی د اضحیی پوست کیدای شی چی لکه د لاندی پسه په اور پوخ شی یعنی کومه ستونځه پکښی شته که یه ؟ دوهمه پوښتنه مونږه لوستلی چی موانع د میراث 4 دی یو یی اختلاف د دارینو ده ایا دا حکم خاص تر غیر مسلم پوری دی که مسلمان پوری هم دی ؟؟؟
جواب:
حامداً او مصلیاً
۱: هو کیدای سي هیڅ ستونزه پکښې نسته، دغوښو سره پخول او خوړل يې جائز دي. (۱)
۲: دا حکم یوازي د غیر مسلم لپاره دی، په مسلمانانو کي اختلاف د دار معتبر نه دی که په دارالحرب کي مسلمان بندي یا تاجر مړسي میراث يې په دارالاسلام کي خپله ورثه وړلای سي. (۲)
کتبه: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحیح: مولوي عبدالهادي آغا
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــ
(۱): احسن الفتاوی، ۷/ ۵۲۲ جامع الفتاوی : ۸ /۲۲۷
(۲): و اماني المسلمین فلا یؤثر اختلاف الدار حتی التاجر المسلم او الاسیر لو مات في دارالحرب ورث منه ورثته الذین في دارالاسلام. الفقه الحنفي في ثوبه الجدید. ۲/۲۷۴