تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (٨٨٩)
نوم: احمد
سوال : که يو څوک کوروالا وي ماشومان ئې په افغانستان کي وي او دى په لندن کي ٤ يا ٥ کلونه تېر کړي اوس هم نه ځي نو دا د اسلام د نظره څنګه کار دى؟
جواب :
حامداً و مصلياً
کوم کس چي سفر کوي که چيري دا کس متاهل( واده والا) وي نو بيا ئې حکم دادى چي تر ٤ مياشتو زيات سفر کول د خپلي ښځي د اجازې او رضامندۍ پرته په کار نه دى، پر خاوند لازمه ده چي د خپلي ښځي او اولادونو د حقونو مراعت وکړئ، البته مطلق سفر کول د شريعت له نګاه څخه کوم حد نه لري.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): ولا يبلغ مدة الإيلاء إلا برضاها (الدرالمختار) و قال العلامه ابن عابدين رحمة الله تعالى: وَيُؤَيِّدُ ذَلِكَ أَنَّ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ تَعَالَى عَنْهُ لَمَّا سَمِعَ فِي اللَّيْلِ امْرَأَةً.... فَسَأَلَ بِنْتَه حَفْصَةَ : كَمْ تَصْبِرُ الْمَرْأَةُ عَنْ الرَّجُلِ : فَقَالَتْ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ ، فَأَمَرَ أُمَرَاءَ الْأَجْنَادِ أَنْ لَا يَتَخَلَّفَ الْمُتَزَوِّجُ عَنْ أَهْلِهِ أَكْثَرَ مِنْهَا. ردالمحتار: ج٢، ص٤٣٢، کتاب النکاح باب القسم، مکتبه
رشيدية.
جواب: مولوي عبدالغفار حسيني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سيد عبدالباري و مولوي رفيع الله
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان