هغه ګناهونه چي د قبر د عذاب سبب کرځي
تعلیم الاسلام ویب پاڼه
۱: کفر او شرک .
۲: چُغلگري .
۳: غيبت .
۴: له خپلو بولو څخه ځان نه ساتل .
۵: درواغ چي په خلگو کي مشهور شي .
۶: له قرآن کريم څخه د شپې وېدېدل او د ورځي عمل نه ورباندي کول .
۷: زنا .
۸: سود .
۹: د مېلمه له حقه انکارکول .
۱۰: په غنيمت اوبيتُ المال کي خيانت کول .
۱۱: بې اودسه لمونځ کول .
۱۲: د مظلوم سره مرسته نه کول .
۱۳: نارينه چي د ښايست داسي سامان استعمالوي چي د هغه استعمال د نارينه لپاره روا نه وي .
۱۴: هغه ښځي چي د ښايست داسي شيان استعمالوي چي د زنانه لپاره د هغه استعمال جائز نه وي .
۱۵: لواطت کول .
۱۶: حرام خوړل .
۱۷: د يتيمانو مال خوړل .
۱۸: د لمانځه پرېښودل.
۱۹: د زکات نه اداکول .
۲۰: هغه خاوند چي خپله ښځه پرېږدي چي د بل چاسره بد کاري وکړي اوهغه ښځه چي خپل خاوند ته اجازه ورکړي چي بد کاري وکړي .
۲۱: هغه خطيبان چي خلگو ته تقريرونه د دې لپاره کوي چي خلگ له صحيح دين څخه واړوي .
۲۲: د خلگو په عزتونو کي لوېدل .
۲۳: صحابي ته بد نسبت کول .
۲۴: بې عمله خبري .
۲۵: روژه ترخپل وخت مخکي ماتول .
۲۶: هغه ښځه چي له خپل اولاد څخه بې موجبه شېدې بندي کړي .
۲۷: شراب څښل.په دې کي نور نشيې توکي استعمالول هم داخل دي . يعني که څوک نوري نشې کوي ، د هغوی لپاره به هم د قبرعذاب وي .
۲۸: غلا .
۲۹غلطه عقيده .
۳۰: د مسلمان ناحقه وژل .
دا گناوي په هغو روايتونو کي ذکرشوې دي چي علامه سيوطي رحمه الله په شرح الصدورص (۶۶ ـ ۷۶) کي ذکرکړي دي .
الله پاک دي توفيق راکړي چي له دغو کارو څخه ځان وساتو ، چي د الله پاک د عذاب مستحق نه شو . آمين
www.taleemulislam.net