تعليم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : ( ٦١)
نوم: عبدالعزيز
سوال : د وترو څخه وروسته دوه رکعته نفل په ناسته کول څنګه دي ؟
جواب :
حامداً و مصلياً
د نبي عليه الصلاة والسلام څخه چي دغه دوه رکعته نفل وروسته تر وترو را نقل سوي دي، دوه یا درې واره يې دا نفل کړي دي، په ناسته يې کړي دي خو دا نفل بعدالوتر ټول عمر ده مبارک صلی الله علیه وسلم نه دي کړي،بلکي دا خبره په احاديث قوليه او فعليه سره ثابته ده چي د نبي عليه الصلاة والسلام هميشنى عمل دا وو چي وتر يې د ټولو لمنځو په آخر کي کول.
جواب : مولوي عبدالهادي آغا
الجواب صحیح: مولوي سيد عبدالباري
دارالافتاء تعليم الاسلام
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): عَنْ عَائِشَةَ قَالَتْ كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يُصَلِّى مِنَ اللَّيْلِ حَتَّى يَكُونَ آخِرَ صَلاَتِهِ الْوِتْرُ. رواه مسلم
(۲): عَنْ نَافِعٍ عَنِ ابْنِ عُمَرَ عَنِ النَّبِىِّ صلى الله عليه وسلم: اجْعَلُوا آخِرَ صَلاَتِكُمْ بِاللَّيْلِ وِتْرًا . رواه مسلم ج۱، ص۲۵۷
(۳) وتر کوبالکل اخر ميى پړهني کي روايات اتني کثرت سے هيى که ان کو جمع کرنے سے طوالت کا خوف مانع هے ان کثرت کو ديکهـ کر تواتر کا شبه هونے لګتاهے. احسن الفتاوی ،ج٣ ،٥٠١ .