تعلیم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شميره : (۳)
نوم:خیرالله افغان
سوال: یو پلار خپل ټول مال او جیداد یوه زوی ته ورکوی دا نورو ته یی نه ورکوی. دا څنکه دی.
جواب : داهبه جائزده او دغه جائداد وغیره ددغه یوه زوی ملک گرځي بل وارث ورسره شریک نه دی خو په څو شرطوسره:
۱: پلار چي دغه هبه کوي دی به جوړ روغ اوعقل به يې ثابت وي. په مرض الموت کي داقسم هبه نه ده صحیح.
۲: دغه زوی چي ورته موهوب له ویل کیږي، دغه شی چي پلار يې ورته وربخښي په دغه مجلس کي به يې قبض کوي.
۳: که چیري پلار یوه حصه دخپل جائداد ورکوي هغه به مشاع یعني ګډ به نه وي بلکه د خپل نور ملک څخه به يې ور جلا کوي. (۱)
البته داسي کار کول لویه گناه ده! په حدیث شریف کي راځي: من قطع ميراث وارثه قطع الله ميراثه من الجنة...(۲) ژباړه: که څوک وارث د میراث څخه بې برخي کړي الله به هغه د جنت د میراث څخه بې برخي کړي. او په خلاصة الفتاوی کي وايي: که چیري وبخښي ټوله مال و خپل زوی ته په قضاء کي روا دي او دی گناهگار دی. (۳). او هم عین حکم په درمختار کي، شامي او فتاوی عالم گیریة کي دی. (۴)
جواب:مولوی عبدالهادي آغا
کتنه:عبدالباري اغا او عبدالغفار حسیني
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): فتاوی دارالعلوم دیو بند، ج۲، ص۹۳۲
(۲): مشکوة، بابالوصیة.
(۳):ولو وهب جمیع ماله لابنه جاز في القضا وهو آثم. ج۴، ص۴۰۰
(۴): درالمختار و شامي، ج۴، ص۵۵۹ و کذا في الفتاوی عالم ګیریة: رجل وهب في صحته کل المال للولد جاز في القضاء ویکون آثماً فیما صنع. ج۴، ص۳۹۱