تعليم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (٤۱۰)
نوم: ويس احمد
د اوسېدو ځای: هرات
سوال : زه او زما کورداری نغواړو چی اولاد پیداکوو که چیری زه د خپل کورداری سره جماع وکړم نو بیا دا زما اوبه زه دباندی اخراج کم ضرر یا گنا لری که یا ؟
جواب :
حامداً و مصلياً
د احاديثو او فقهې په کتابو کي دې مسئلې ته عزل وايي (١).
عزل کول جائز کار دى او داسي دوا استعمالول چي د موقت وخت لپاره حمل منع کړي دا هم جائز دى خو داسي دوا استعمالول چي ښځه بلکل وچه کړي ناروا ده خو په عزل کي د کور والا رضاء ضروري ده .
جواب : مولوي عبدالهادي آغا
الجواب صحیح : مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): ففي حدیث حسن رواه الطبراني: اعْزِلُوا أَوْ لا تَعْزِلُوا، مَا كَتَبَ اللَّهُ مِنْ نَسَمَةٍ هِي كَائِنَةٌ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ، إِلا وَهِي كَائِنَةٌ.
(٢) حديث جابر : كُنَّا نَعْزِلُ عَلَى عَهْدِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم وَالْقُرْآنُ يَنْزِلُ. متفق عليه
ولمسلم: كُنَّا نَعْزِلُ عَلَى عَهْدِ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم فَبَلَغَ ذَلِكَ نَبِىَّ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم فَلَمْ يَنْهَنَا.
(٣) قال الزرکشي: يجوز استعمال الدواء لمنع الحبل في وقت دون وقت كالعزل، ولايجوز التداوي لمنع الحبل بالكلية. الفقه الاسلامي وادلته،ج٣ ،ص٥٥٤ ، المبحث الرابع الواط والنظر .