تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (۸۰۶)
نوم: سبحان صافى
سوال :که څوک په خپل لاس منى خارج کړي، ددې ګناه څه ده، او ددې څخه د ځان ساتلو لپاره څه کول پکار دى؟ کوم ذکر کوم دعا سته چي ځان تري وساتو؟
جواب :
حامداً و مصلياً
په خپل لاس مني را ايستل حرام دي، په داسي کونکى باندي په حديث شريف کي لعنت ويل سوى دى، او د قيامت په ورځ د الله جل جلاله د رحمت د نظر څخه په محرومو کسانو کي شميرل سوى دى، حتى د دوزخ په لومړيو داخليدونکو کي ګڼل سوى دى.
د ياد سوي کار څخه د راګرځيدلو او د ځان ساتلو لپاره که همدغه کارکونکي بې نکاح وي او د نکاح کولو توان لري، نو نکاح کول په کار ده، او که د نکاح کولو توان نه لري، بايد روژې ونيسي.
جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): ويحرم الاستمناء لقوله عز وجل: (والذين هم لفروجهم حافظون...الخ) الفقه الاسلامى: ج٦، ص٢٥.
(٢): وهذا يقتضى تحريم الزنى، وما قلناه من الاستنماء. تفسير القرطبى: ج١٢، ص١٠٦. سورت المؤمنون، طبع، بيروت.
(٣): عن انس بن مالک عن النبي صلی الله علیه وسلم قال: سبعة لاینظر الله الیهم یوم القیامة، ولا يزكيهم، ولا يجمعهم مع العاملين، ويدخلهم النار أول الداخلين، إلا أن يتوبوا، فمن تاب تاب الله عليه: الناكح يده ، والفاعل، والمفعول به، ومدمن الخمر، والضارب والديه حتى يستغيثا، والمؤذي جيرانه حتى يلعنوه، والناكح حليلة جاره. تفسير ابن کثير: ج٣، ص٢٢٦. سورت المؤمنون.
(٤): عن عبد الله قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم يا معشر الشباب من استطاع الباءة فليتزوج فإنه أغض للبصر وأحصن للفرج ، ومن لم يستطع فعليه بالصوم فإنه له وجاء. بخاري: ج٢، ص٧٨٥، طبع قديمي: کتاب النکاح.
(٥): مشت زنى بهى حرام هے. محموديه: ج١٨، ص٥٥٩.