تعليم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۴۴۷)
نوم: حاجي محمد
د اوسېدو ځای: افغانستان
سوال : غیبت کول څنګه کار دى ؟
جواب :
حامداً و مصلیاً
غيبت کول حرام دى، داسي دی لکه سړى چي دخپل مړه ورور غوښي خوري (١).
انسان طبعاً د انسان غوښي خوړل نه خوښوي خصوصاً د خپل ورور او بيا مسلمان او بيا په حال د مړيني کي چي هغه مړ وي ښکاره خبره ده، چي داسي عمل طبعًا عقلاً او شرعًا ناروا دى، لهذا غيبت کول حرام دى په ځينو رواياتو کي يې د کبيره ګناهونو څخه بللي دى.
علامه هيتمي رحمة الله عليه د غيبت د تحريم حکمت بيانوي فرمائي(٢) ، چي د مسلمان پر عزت، ابرو، ننګ او ناموس باندي تيري کول الله تعالى حرام کړى دى، او په غيبت کي د خپل مسلمان ورور بې عزتي، ابرو ريزي کیږي، لکه څه ډول چي د انسان بدن د غوښو په پريکولو سره درديږي دا ډول په غيبت سره يې زړه زهيريږي ځکه الله جل جلاله تشبيه دمړه ورور د غوښو خوړولو سره ورکړې ده .
جواب : مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح : مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): وَلَا يَغْتَبْ بَعْضُكُمْ بَعْضًا أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَنْ يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا. سورت حجرات: ایت ۱۲
(٢): هذا کله في کتاب الزاجر عن اقتراف الکبائر: ج٢ ، ص۱۰، ۱۱ ،١٢، ١٣. علامه ابن حجر مکي الهیتمي رحمه الله