لیکنه: مفتي احسان الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د فلک د علم په برخه کي قلمي نسخې
مسلمانو فلک پوهانو دې علم ته دومره کار کړی ، چې تر اوسه هم د فلک د علم په میدان کې د هغوی اثار ژوندي پاتي دي ، ځیني ستوري اوس هم په غربي نړۍ کې په عربي نومو سره یادیږي ، لکه: الدبران ، النسر ، الطائر ، او داسي نور ، همدا شان ځیني اصطلاحات لا هم په عربي الفاظو سره یادیږي ، لکه: السمت، العهدة او المقنطرة . له دې پرته ډیر کتابونه مسلمانانو د فلک د علم په برخه کې لیکلي ، چې د پوهانو په وینا تر اوسه د نړۍ په مختلفو کتابخانو کې ۱۰،۰۰۰ قلمي نسخې شتون لري . دا یو لوی شمیر دی ، چې د مسلمانو علماو پر ښه پوهه علم او خدمت شاهدي ورکوي . دا هم واضحه ده ، چې مشهور فلک پوه کوبرنیکس هم له اسلامي مخطوطو نه په تیره بیا د ابن شاطر له خطي نسخو نه زیات کار اخیستی .
اندلسي انقلاب
د فلک د علم په برخه کې د اندلس علماو په یولسمه او دولسمه پیړۍ کې دومره کار وکړ ، چې په تاریخ هغه ته د اندلسي انقلاب نوم ورکړل سوی ، مسلمة المجریطي او ابن الصفار په دې برخه کي ډیر زیات کار کړی ، او د ډیرو آلاتو نه يې کار اخیستی ، له هغوی وروسته امیة بن عبد العزیز بن ابي الصلت اولنی هغه څوک و ، چې د اندلس هغه کتابونه چې د فلک د علم په برخه لیکل سوي ول ، شمالي افریقا ته نقل کړل ، له دې سره د بطلیموس پر نظریه شکوکو او شبهاتو زور واخیست ، ورسره د اندلسي انقلاب پیل هم وسو .
په دولسمه پیړۍ کې مشهور فیلسوف ابن رشد او وتلی فلک پوه ابو اسحاق البطروجي هم د بطلیموسي د نظام تردید وکړ .
مراغي انقلاب
نصير الدین طوسي په ۶۵۷هـ = ۱۲۵۹م کال کې د مرسة المراغة په نامه لویه مدرسه جوړه کړه ، د دې مدرسې د علماو افکار د بطلیموس د نظریات خلاف ول ، هغوی د بطلیموس تر نظام هم ډیر ښه دقیق او باریک نظام رامنځ ته کړ ، د هغوی له مشهورو علماو نه : محیي الدین الاوردي (۱۲۶۶م) ، نصیر الدین الطوسي (۱۲۰۱- ۱۲۷۴) ، نجم الدین القزویني الکاتبي (۱۲۷۷م) ، علي القوشجي (۱۴۴۷م) ، عبد العالي البیجرندي (۱۵۲۵م) او شمس الدین الخافري (۱۵۵۰م) ول .
ځینو مورخینو په دیارلسمه او څورلسمه پړۍ کې ، د دې مدرسې د علماو د دغوره افکارو له امله ، د هغوی نظریاتو ته د مراغي د انقلاب (الثورة مراغة) نوم ورکړی .
دا هم د دغې مدرسې د علماو ځانګېړنه وه ، چې تر هر چا اول يي د تحقیقاتو پر بنا د ځمکي پر خپل محور دوراني حرکت ثابت او مدلل کړ .
لومړنۍ رصد ګاه
اول فلکي رصدګاه د عباسینو په دور کي په (۲۱۴هـ) - (۸۲۹م) کال کې په بغداد کې جوړه سوه ، او مرصد الشماسیة په نامه سره مشهوره وه ، فاطمي حکمرانانو بیا پر المقطم غره باندي لویه رصدګاه جوړه کړه ، د دغه رصدګاه په باره کي مشهوره وه ، چې ډیر دقیق آلات او وسایل په کي موجود او ښه مشهور فلک پوهانو څيړني په کې کولې ، له دغو ماسوا په نوره نړۍ کي لکه : شام ، اصبهان ، مراغه ، اذربایجان ، سمرقند ، مصر ، اندلس او داسي نورو کي هم رصدګاو شتون درلود .
د مسلمانو فلک پوهانو اختراعات
له دې رصدګاو علاوه ، مسلمان فلک پوهانو ډیر اختراعات اوانکشافات هم وکړل ، او دوخت له پرمختللو وسایلو نه يې په (۱۲۸۰-۶۳۲) کې کار واخیست ، ځیني يې په خپله اختراع او جوړ کړل ، او په ځینو کې يې بیا ډیر څه ور زیات او د لا ښه کار لپاره تیار کړل ، لکه : المزولة الشمسیة (د ورځي د وختو د پیژندني لپاره اله ده) ، الساعة المائیة ( په ورځ او شپه دواړو کې وخت په معلومیږي) ، اسطرلاب چې په ډیرو مختلفو شکلو سره شهرت لري (په اسطرلاب سره ارتفاع ، د وختو پیژندل او د ستورو ځایځایګی او حرکت معلوميږي) له دې څخه بغیر یې نور آلات هم هغوی وکارول ، لکه : ذات السمت والارتفاع ، الارباع او رباعیات (ربع الاسطرلاب، ربع الدائرة، ربع الزرقالة، ربع التام، الربع المجیب، الربع الشمالي ) الحقة ، ذات الحلق ، اللبنة ، ذات الشعبتین ، ذات الربع ، ذات السدس او داسي نور...) ابن یونس مصري (۳۹۹ هـ/۱۰۰۹ م) البندول او يا الساعة الرقاصة په نامه ډیره مشهوره اله جوړه او په رصدګاه کې يې وکاره وله ، البندول يې په زنګي ساعتو کې هم استعمال کړ ، دا هر څه د ګالیلیو نه تقریبا شپږ پیړۍ وړاندي تر سره سول .
د فلک د علم موضوعات پر دوه برخو ویشلای سو ، اول ته علم فلک نظري ، او دوهم ته علم فلک تطبیقي (عملي) ویل کیږي .