تعليم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۱۸۷)
نوم: ډاکټر عبدالله کاکړ
سوال :زما يو ملګرى دى کور يي په چمن کي دى د جمعې په ورځ چي کله دى دکندهار څخه روانېدي د چمن پر لور نو دى وايى چي ما روژه وخوړل ځکه چي ما پيشلمى نه وو کړي او نيت مي هم نه وو چي دلي پاته سم ځکه چي د پاکستان روژه د شنبي په ورځ وه هېله ده چي په دې اړه معلومات راکړئ ، دا څنګه کېږي ؟.
جواب :
حامداً و مصلياً
ستا ملګرى مسافر دى د کندهار او چمن تر مابين لار د سفر ده ، دمسافر لپاره روژه خوړل جائز ده او نيول يې افضل کار دى. یوه قضاء به يې بیا وروسته راوړي.
جواب : مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح : مولوي سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): فَمَنْ كَانَ مِنْكُمْ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِنْ أَيَّامٍ أُخَرَ. سورت البقرة، ايت ١٨٤
(٢): الاعذار التي تبيح الافطار منها السفر الذى يبيح الفطر فلو سافر نهارا لايباح له الفطر في ذالک اليوم وان افطر لا کفارة عليه . عالمگيرية ، ج٢٠٦ ، وکذا في ردالمحتار ، ٤٣١ ،ج٢ ، وکذا في التاتارخانيه ، ٣٨٣ ، ج٢ .