تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
هغه درې کسان چي جنت ته ځي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 22, 2024
  0

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


هغه درې کسان چي جنت ته ځي


وَعَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ - رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا - قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: مَنْ آوَى يَتِيمًا إِلَى طَعَامِهِ وَشَرَابِهِ أَوْجَبَ اللَّهُ لَهُ الْجَنَّةَ أَلْبَتَّةَ، إِلَّا أَنْ يَعْمَلَ ذَنْبًا لَا يُغْفَرُ. وَمَنْ عَالَ ثَلَاثَ بَنَاتٍ أَوْ مِثْلَهُنَّ مِنَ الْأَخَوَاتِ فَأَدَّبَهُنَّ وَرَحِمَهُنَّ حَتَّى يُغْنِيَهُنَّ اللَّهُ أَوْجَبَ اللَّهُ لَهُ الْجَنَّةَ. فَقَالَ رَجُلٌ: يَا رَسُولَ اللَّهِ! وَاثْنَتَيْنِ؟ قَالَ: أَوِ اثْنَتَيْنِ حَتَّى لَوْ قَالُوا: أَوْ وَاحِدَةً؟ لَقَالَ: وَاحِدَةً وَمَنْ أَذْهَبَ اللَّهُ بِكَرِيمَتَيْهِ وَجَبَتْ لَهُ الْجَنَّةُ. قِيلَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ! وَمَا كَرِيمَتَاهُ؟ قَالَ: عَيْنَاهُ.[مشکاة المصابيح]


ژباړه: د عبدالله بن عباس رضي الله عنهما څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چي يتيم خپل خوراک او څښاک ته وغواړي؛ نو حتما دده لپاره جنت واجب سو مګر دا چي ده داسي ګناه کړې وي چي نه بخښل کيږي (لکه شرک) او هر څوک چي درې لوڼي وساتي او يا هم د هغوی په څېر درې خويندي وساتي، ښه ادب ورکړي او پېرزوينه ورباندي وکړي؛ تر څو چي الله پاک يې پوره کوي ( په مال او يا هم په نکاح کولو باندي) نو د ده لپاره به الله پاک جنت واجب کړي. چا وويل: يا رسول الله که دوې دانې وساتي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: که دوې دانې وساتي هم به يې الله پاک د هغوی په ذريعه جنت ته داخلوي. راوي وايي: که صحابه وو ويلي وای آيا د يوې انجلۍ په پاللو يې هم جنت ته وړي؟ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم به ويلي وای هو. او هر څوک چي دده دوې ګراني الله پاک ورڅخه واخلي نو د هغه لپاره به جنت واجب کړي. چا وويل: دوې ګراني يې څشی دي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: سترګي.يعني څوک چي الله پاک ورڅخه دوې سترګي واخلي نو په مقابل کي به ورته جنت ورکړي.


په دې حديث کي درې شيان ذکر سوي دي:


۱ – څوک چي په خپل کورکي يتيم وساتي الله پاک به په مقابل کي ورته جنت ورکړي.


۲ – څوک چي خپلي لوڼي او يا خويندي وساتي او سمي يې تربيه کړي الله پاک به ورته جنت ورکړي.


۳ – څوک چي د خپلو سترګو پر ړندېدلو باندي صبر وکړي الله پاک به ورته جنت ورکړي.

 

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته